غزل

رڼا که دې د حسن څه غښتلې غوندې شوه

امیر حمزه شینواری

رڼا که دې د حسن څه غښتلې غوندې شوه

اوس څه چې زما مينه ټپرېدلې غوندې شوه

زلمي زلمي ستونه دي چې پېغلې سترگې کړي

ځواني مې په تگ تگ کې پښه نيولې غوندې شوه

په سترگوکې دې گواښ و خو زړه سواندی غوندې گواښ

جذبه دشکايت مې ځکه غلې غوندې شوه

چې وکړل ستړي مشي يې د سر په اشاره

جرگه د حال په اصل پوهېدلې غوندې شوه

حمزه او بدگومان په پښتنه ژبه دا څه ؟

لېکن هغه وعده يې ځنډېدلې غوندې شوه