غزل

راشه که يې اروې دا خبره ده نادره

خوشحال خان خټک

راشه که يې اروې دا خبره ده نادره

چې ووتل له سترگو هغه ووځي له خاطره

مرم چې جدا کېږي، ته مې روح يې که پوهېږې

مه درومه له مانه راته تل اوسه حاضره

بخت مې مرور شي چې په نورو دې نظر شي

بخت راته ناظر شي چې و ماته شي ناظره

هر حسن دې ډېر دی د ليلا تر حسنه تېر دی

زه چې دې مجنون کړم، په چشمانو يې ساحره

ډېرې دي نگارې، هوسۍ سترگې پري وارې

تا غوندې به نه وي شوخه، شنگه، دلاوره

شونډې دې ياقوت دي غاښ دې دُر د زړونو قوت دي

درسته دې دا تنگه خوله حقه د جواهره

لام و بې يې زبېښه، چې ښه کښلي شي درپېښه

تل شکر وکاږه چې شکرې خورې شاکره!

ډېر دملک شاهان دي چې دکښليو غلامان دي

تا دا قدرت ورکړ و دلبرو ته قادره!

تل له ډېره خياله، څو پېښې کړې له خوشاله

هم روغه هم جنگ کړې، مهرجنه، هم قاهره