نظم

راشه وغړوه سترگې

خوشحال خان خټک

راشه وغړوه سترگې

د جهان ننداره گوره

چې ښايست لري په ستوريو

د اسمان ننداره گوره

ددې خپل وجود په باغ کې

په هر شان ننداره گوره

چې هر گل وته نظر کړې

د باغوان ننداره گوره