نظم

رخصت غوښته د عزيز له پلاره د صحرا د تللو او ورتله و شاهد ته قاصد طور او پېژندل د دوی سره

عبدالحمید مومند

وايي هسې چې هجران په هاړې هوړې

ووېستلې په يوځل د عاشق دوړې

سهېدی له ياره هسې جدا نه شو

پېچ و تاب لکه مکتوب په بېلتانه شو

چې له تابه د هجران بې آب و تاب شو

له خپل زړه سره په دا سوال و جواب شو

چې وعده ده د نگار د راتلو لرې

تانه پرېوتې چاپېر د غم لښکرې

څو راځي دارو د وصل له عراقه

ستا به زړه تر هغه وچوي له فراقه

څو راځي کومک د وصل په مدد ستا

تر هغه به کا فراق سر په لحد ستا

مې بايد چې يو قاصد د خپل مکتوب

پېچ و تاب لکه مکتوب تر خپل محبوب

له آفتاب سره آفتاب لکه ذره شي

له درياب سره درياب لکه قطره شي

ورته عرض د بېلتانه جور و ستم کړي

جلوه گر بدرمنير په دا تور تم کړي

روبرو خپله خواري ورته ظاهر کړي

ورته تش له ډېره غمه ډک خاطر کړي

گوندې ورحمېږي ستا په نامرادۍ

له دې بنده درکړي خط دآزادۍ

پس له دې يې دا حيله کړه پلار ته وړاندې

زېړ په زر يې ملمع کړه لاندې باندې

چې کباب د ښکار د شوق په آتش يم

په گلگشت پسې دگلو مشوش يم

زړه مې صيد دصحرا د لاله زار شو

وحشتخور له شوره شره دبازار شو

په دماغ مې لگي بد دښهر شهر

ترې مې واخست طبيعت د مِهر مُهر

نن ساعت يم د ډېر خلق له هاهو

و صحرات ته رمېده لکه آهو

په دا باب کې اجازت را عنايت شي

ضلالت به مې بدل په هدايت شي

پوه شو پلار په حال د زوی په دا نغمې

له نغمې يې کړې دريافت د زړه تغمې

چې دا هسې نيم بسمل په اضطراب دی

د شاهد په بېلتانه خراب تراب دی

دل داده د يار له هجره لولپه دی

په ارم کې يې ارام نه شي خپه دی

ټک وهلی دی لړم د يار دهجر

مناسب نه دی له وعظه ديار هجر

مې بايد چې دا اندوه ملالي خپله

د صحرا په سېل دفعه کا له دله

غم غلط د صيد و سير په تماشه کا

په هوس لري له زړه د غم خاشه کا

چې يې ايښی د حيلې دام د اميد

پکې ونښت عاقبت د رخصت صيد

د صحرا په لور روان لکه صياد شو

لاس په خوله له رسوايۍ د فرياد شو

ورسره يوهسې فوج موج بار و

شورو شر يې د محشر په زړه غبار و

بېگاهي يې يو همراز په راز خبر کړ

چې مې زړه ديار فراق زېر و زبر کړ

لرم قصد د ياردښهر قاصد طور

په طلب د بېلتانه د يار دغور

ته دلې زما د راز په امان اوسه

په پرهر ددې شوخۍ درمان اوسه

ددې فوج سرداري سپارلې تاته

زه به اوس راشم که خدای کا تر ساعاته

دا وصيت يې کړ ادا و يوه يار ته

راکېښ شوق د ديدار د يار د يار ته

يکتاز له ذوق و شوق په توسن سور لاړ

دمزل په وچ واښه لکه بل اور لاړ

يو قدم لکه له ځايه هسک برېښنا لاړ

بل قدم داخل په سيمه د آشنا لاړ

ځان يې جوړ قاصدانه په هر لباس کړ

جلوه گر د يار د در په التماس کړ

چې راغلی يم له ښهره د عشاقو

خبردار له سوزه سازه دمشتاقو

وشاهد ته راستولی يم عزيز زه

بې له دې مطلبي نه يم د بل څيز زه

چې خبر له حاله زده د گل بدن کړم

بيا يې عرض هغه بلبل ته من وعَن کړم

يو کاغذ دده په لاس کې پېچيده و

چې نومړی زمانې په غمديده و

خبردارو دا خبر مِهر مظهر

پريزاد ته کړ په غوږ لکه گوهر

چې يوکس په شان ولاړ د قلندر دی

چې راوړی يې پيغام د سمندر دی

عجب پر د پروانې په لاس لري

وډيوې ته به يې ستا دمخ سپاري

په شتاب مشرق آرای بدر بېرون شو

دخورشېدو د مطلع جواب موزون شو

په کتاب د قاصد هسې جلوه گر شو

چې له تابه يې د مخ زېر و زبر شو

له هيبته د حيرت هسې بې هوش لاړ

چې يې سوال جواب له فکره فراموش لاړ

په تکليف سره يې خط هزار حيله

په لاس ورکړ دشاهد لاوسيله

وې يې واخله ولوله حال د مهجور خپل

چې بيان کا يو په يو درته ضرور خپل

شکر لب کړي پس له خطه ښې پوښتنې

په قاصد تويې شکرې د پوښتنې

وې يې وايه عزيز په څه آشوب دی

وې يې سروپ په ميو مست د مينتوب دی

وې يې نور په سترگو ويني ای دوک منه

وې يې کړه له خپلو سترگو دا پوښتنه

وې يې چا سره پالي د صحبت درم

وې يې ستا له درد وغمه سره گرم

وې يې څوک يې دی په شپه د مجلس شمع

وې يې داغ د بېلتانه د وصل طمع

وې يې څوک يې دلنشين يار ياران دی

وې يې هغه چې يې نوم درد هجران دی

وې يې چا سره همدمه هم عنان دی

وې يې هغه چې يې نوم آه وفغان دی

وې يې شغل د کتاب ډېر کا که کم

وې يې خود شو مجموعه ددرد و غم

وې يې که تير اندازي په هغه رنگ دی

وې يې خود له شصته لاړ لکه خدنگ دی

وې يې حال يې د همزولو په څه شان دی

وې يې هر يو لکه زلفې ستا، پرېشان دی

چې شاهد په غوږو ځير دا گفتگوی کړ

مضطراب دې گفتگوی په شان دگوی کړ

وې يې دا سوال وجواب د قاصد نه دی

دا سوزان د آب و اداب د قاصد نه دی

د قاصد جوش وخروش دا رنگه نه وي

دا ستازيو گوش وهوش دا رنگه نه وي

نه تنها له خولې پيغام د هوی خواه کا

ور سره سوز وگداز د زړه همراه کا

دا ډونډوکی واقعي د طوفان موج کا

دا سوروکی گرد غبار د عظيم فوج کا

معلومېږي عجب شان له دې قاصده

بل بل رنگ بل بل نشان له دې قاصده

هسې نه وايم قاصد صحرا نور ددې

دصحرا له لېونتوبه سېلاب در ددې

د قاصد په څېر هوا د پيغام نه کړي

د استازيو په څېر حرف د کلام نه کړي

په هر گوټ له پيالې چې دی يې شومي

د ښيښې دماتېدو آواز رادرومي

چې يې جام له توند و ميو دی پُر کړی

د اوبو په نام يې ولې دی نومړی

مې بايد چې يې گوشه ما و شما کړم

ځنې حل هوی هوا دا معما کړم

چې هر گور شو مضطرب د حال و حل ته

کناره يې کړ قاصد خلوت محل ته

وې يې وايه ای د خپل پيغام قاصده

په آهنگ کې مدعي په رنگ شاهده

څوک يې څه نومې سکندر که قلندر يې

د کوم گل و نار بلبل وسمندر يې

پرده لرې کړه له رازه دل افروزه

نفس الامر حال څرگند کړه خوش آموزه

پټاوه په حجاب نه شي دا ورېځې

نوراني حسن و جمال د رڼا ورځې

د قاصد په طور نه دی گفتگوی ستا

راکوي خمار دميو آب و جوی ستا

چې عزيز شو يو په يو خلوت له ياره

بې وسواسه د اغيار خلق له وياره

نور يې پورته کړه پرده د حال له مخه

چې وړی نه شوه د فراق په زړه ساهه شو

که هر څو مې په زړه زور کاوه د صبر

بارې نه شي ژوندی ځان مانډه په قبر

لاعلاج دا ستا په در سيلۍ د ځلې

واچولې زما خوار خاورې خځلې

دا شوخي مناسب نه وه ولې وشوه

نور څه نه وايم کږه سراسر وشوه

هم د عفوې سزاوار هم دسزا يم

په هر څه چې ته رضا يې زه رضا يم

د تسليم اوښو يې مړ د غضب اور کړ

ترحم چين له جبينه ديار خور کړ

دغه پسه هم آغوش گل وغونچه شور

د هجران پاخه بندونه خام کچه شوو

بې آسيبه سېب د زنې ور عطاء شو

په تش بوی سره يې وار وپار خطا شو

چې يې فکر د بوسې لاړ شو له دله

حيراني يې شوه په خوله د زړه بدله

درې شپې ورځې يې کړ ستون په دا کرده کې

ځان څخه له نوره خلقه په پرده کې

په هر باب يې غم خواري دمهماني کړه

دل داده ځان فشاني يار اماني کړه

پس له درېو شپو رخصت شو غم آباد ته

منتظره دايم درغلم ميعاد ته

دوداع په وخت تنها له خلقه بيا

شو قايم باندې قيامت سر په دنيا

راشه راوړه ساقي می مجلس آرای نن

يار وعده د راتلو کړې ده په ځای نن

مالامالې پيالې راکړه چې يې نوش کړم

تر وصال يې غم دهجر فراموش کړم