نظم
روغ صورت او په هند کې دخپل قيد حال
خوشحال خان خټکچې بهتر تر هر نعمت دی
که نعمت دی روغ صورت دی
چې يې دا نعمت روزي دی
سر تر پايه عنايت دی
که يې وپېژنې قدر
روغ صورت لوی غنيمت دی
ستا د گوښي ځان يوازې
تر جهانه زيات قيمت دی
که دې ځان نه وي جهان وي
په عدم يې اشارت دی
دا جهان لکه معنا شو
ستا وجود يې عبادت دی
چې په ځای يې عبادت وي
دمعنو هومره قوت دی
دصورت دخوشالۍ
مدار واړه په صحت دی
چې صحت د صورت نه وي
ورته خس مال و دولت دی
رنځ په کور کې هم بلا وي
لا چې نور څه په غربت دی
نور څه مه وايه خوشاله
که څه وايې قباحت دی
اس چې ور درومي په لارې
پرېواته ځنې آفت دی
پښه مې هسې رنگ په درد شوه
چې تېرېږي يو ساعت دی
چې د سر بلا په پښوشوه
دا لا خير خيريت دی
په دا هم شکر بايده دی
يوبتر تر بل زحمت دی
ما وې تېر شو ولې پوه شوم
لا څه پاتې مصيبت دی
ما وې اوس خو مهربان شو
لايې ماسره شدت دی
هند په ماباندې دوزخ شو
که په نور عالم جنت دی
بنديوان ورلره راغلم
دا يو څو مياشتې فرصت دی
هغه شان لکه بندي وم
ترې مې لا بتر محنت دی
هره ورځ ورتله دربار ته
گوره دا څه مشقت دی
د بل حکم پرې زندان شي
چې په خپل حکم عادت دی
نه شېرين خواږه ياران شته
نه د چا سره صحبت دی
نه خپل ورکړل رانيول شته
نه خپل حکم حکومت دی
نه د ښکار هوا هوس شته
نه دتورو مصلحت دی
خو د بل پوښتنه نه کا
هسې شهر بدخصلت دی
په شماره يو څو سړي دي
چې يې جوړ راسره نيت دی
يواکبر په غم شريک و
هغه هم په خپل عشرت دی
که بادشاه دی که خانان دي
راښکاره يې حال حالت دی
د هيچا برکت نه شته
ځان ځانې شوه قيامت دی
ما چې دا قصيده ووې
په ډيلي مې اقامت دی
څلورمه د رجب وه
زراوه اويا هجرت دی