نظم
رقابت
عبدالحمید مومندپه جهان کې چرته هسې حبيب نشته
چې له څنگه يې بدغونی رقيب نشته
مقرر چې چرته خلق حبيب وايي
ورسره اور لگوونی رقيب وايي
په ژوندونې له رقيبه خلاصي نشته
له دې رنځه بې له مرگه بهي نشته
چې له عدله له انصافه بې نصيب و
دشاه هسې په زړه سنگ کبر رقيب و
چې به ده کړې چاته سرې سترگې په قهر
گويا وبه څښه هغه دوه کاسې زهر
سر تر پايه گنده ونه د زقوم و
بې ضرره بل اثر ځنې معدوم و
چې بدخوی تر زهرو تريخ وتر اور گرم
هېڅ يې نه درلود په مخ کې آب و شرم
نه يې سترگو له هېچا شرم حيا کړه
نه يې خولې چرې خندا نه ښه وينا کړه
چې په گوتو آزار کړونی و دی يک و
تل يې موټی د لړم له لشو ډک و
نر ناحقه ترش روی وچولی غوټه
چې سپی وغپېږي واخله کاڼی لوټه
څو له موره و زېږېدلی (دا) ځان مړی
بې آزاره يې بل کسب نه و کړی
همېشه يې په آزار و بازار گرم
چې يې نه شرم انصاف درلود نه درم
باوجود دا هومره جور،هومره قهر
حاکم کړی و بادشاه دهغه ښهر
نه و حکم دهېچا دده د پاسه
وو د ښهر عام وخاص دده دلاسه
په هر چا باندې جاري ودده حکم
وو هر څوک دده تر حکمه صم بکم
که يې څوک په رڼا ورځ وژلی لوټلی
سر و مال ورځنې نه شو چا گټلی
که دخسو وي رقيب د سترگو خس وي
پناه وشه چې حاکم وي يا عسس وي
مدعي صاحب اختيار مه شه هېچرې
هم صاحب د دارمدار (مه) شه هېچرې
قصه دا چې عاقبت هغه بد کېش
خبردار په کاروبار شه د دروېش
ورپسې شه لکه سپی هغه بې سره
څو يې وشاړه گدا دشاه له دره
چې يې نه پرېښو سگانو په درگاه کې
ځای يې ونيو د نگار په گذرگاه کې
چې به چرې هغه بلق پرې جلوه گرشه
خار و خس به يې روښانه د جگر شه
له هغه ځايه هم وشاړه رقيب بيا
گوره دا دعاشقانو بد نصيب بيا
چې يې څه رنگه ورځ واوښته يک لخته
ور دو څاره شوه څه شان سخته په سخته
بې له دې اثره پاتې نه شوه بله
چې په شپه د يار په لورځي کله کله
دعالم د ډېرو عيبو پرده شپه ده
چې راغلې ده له غيبو پرده شپه ده
شپه دمينې ده راز داره پرده داره
پکې ورسي يو يار تر بله ياره
چې معراج ته رسېدلي دي په شپه دي
مصطفی چې څه موندلي دي په شپه دي
يوه شپه مخ د گدا په بام دشاه شه
لکه کک هسې يې وصل په درگاه شه
زړه لړزان، تن آوېزان، لېمه نمناکه
نيم بسملـ() په کشاله اخته غمناکه
مخ د يار د در په خاورو باندې کېږده
له هيبته لکه کاڼی هسې پرېږده
آستانه په ښکلولو سولوه
زړه له غمه دهجران په داغلوه
چې به ده آتشي آه کړله زړه تنگ
د زړه سوي لوگی به شه له هره سنگ
وې يې دا څه عجيب دُر دی محترم
سپی ددې کوڅی اهو دی د حرم
دا خالونه چې په ده کې مصفی دي
همگي نښې د مهر د وفا دي
وې ای په وفايۍ کې سروره
لا په پت کې ځينې ځای تر يار بهتره
د دوستۍ کله رشتې دي رکوبی ستا
که ته سپی د يار د در يې زه يم سپی ستا
ستا نوکونه رنگ په وينو کې دښکار دي
سره په مثل د سرو گلو د گلزار دي
زه دې پېژنم ته سپی نه يې هما يې
په سايه د تخت و تاج ته رهنمايې
په څو ځله دې څو رب ښکار راوړی
تا په وچ هډوکي صبر دی ترې کړی
د لکۍ شان دې په مثل د گلاب دی
راڅکوونکی چې زما دشاه په باب دی
خوب کا خلق په آرام په پاسانۍ ستا
نه شي غل اېښودی گام له پاسبانۍ ستا
ستا د سُم نقش گويا نقش نگين دی
ترنگين لاندې دې درست مخ د زمين دی
له ژړا به يې اوبه په شتاب ورکړې
له خسته زړه به يې غوښې کباب ور کړې
هغه شپه اسمان له ستوريو د قمر
يو طباخ و پُر په شير و په شکر
هسې ليد شه باغ کې سوری د چنار
که ووهي بخۍ په تور تار
هغه شپه سايه د ولې په شمال کې
خوڅېده لکه کبوړی په زلال کې
چې ښکاره تمامي نور ماه تمام کا
هرڅوک هغه شپه مينه سر ته د بام کا
راغی کښېناست هغه شاه دبام په برج
هره خوا يې کوه نظر و تفرج
ناگهانه خپل خدای وليده نتلی
خوار وزار بېخوده پروت و دم ختلی
په ژړا يې اوښکې وينې په مخ تللې
دا وينا به يې له ځان سره ويلې
خدايه نه پوهېږم دا څه کاروبار دی
غم که غر دی چې زما په سينه بار دی
آه له دې شومه طالعه چې زما دی
درېغ له دې عمره ضايعه چې زما دی
سوځوم به په دا سيخ سينه ترکومه
وريتوم به په دا نول اينه تر کومه
وچې شونډې په چشمه دحيوان مرم
دعيسی (ع) له دمه غوښې دځان خورم
زه هغه کم بخت پتنگ يم چې اور بل کړم
خپل صورت ورباندې وسېځم جلبل کړم
زه هغه ناښاد صياد يم نا اميد
چې مې خلاص دی له کمنده نښتی صيد
هسې سرويه شم د فراق په ظلم جور
هېڅ ونه رسېده يار زما په غور
له دې خپلې بې کسۍ واوېلا
د فلک له ناترسۍ واوېلا
که مې رسې په فرياد ای فرياد رسه!
دا ساعت په يوه کار راته ورسه:
يا مې وکاږه له آهه سره ساه!
يا په وصل مشرف کا ما د شاه
پس له دې زغملی نه شم تاب د هجر
بس که ډېر شوم په سره اور کباب د هجر
شاه چې ځير په واوېلا د خپل گدای شه
په وای وای دگدا زړه يې په وای وای شه
وې يې پورته شه ساده اضطراب مه کړه
خدای به خير کا غم مهخوره شتاب مه کړه
پس له دې به همېشه په صبح و شام
زه کوم ناست و ولاړ په سرد بام
بهانه به دکوترو تماشه کړم
په دا کار به له اغياره زه گوشه کړم
ته له ورايه تماشه زما دمخ کړه
په دا سخ د رقيبانو خوا تخ مخ کړه
په دا هومره سره ساه له وتو ژغوره
نااميد له دوا مشه وقت گوره
هغه ساعت راته وايه چې يار يار شي
خسمانه دې پخپل سر واخلي غمخوار شي
مخ د مهر دکرم که په جانب ستا
څو چنده شي په احسان تر تا طالب ستا