غزل

څه عجب زېبا صورت دی، چې زه پابست دده يم

خوشحال خان خټک

څه عجب زېبا صورت دی، چې زه پابست دده يم

راشئ وگورئ عالمه چې په څو تر دست دده يم

دواړه زلفې يې زما د زړه په قصد سره شکست کړې

زه په ځان و زړه بندي په هر يوه شکست دده يم

زه خيران يم له دې حاله چې دا چا عالم ته ووی

چې همه عالم خبر شو چې زه هم نشست دده يم

آوازه شوله په دهر، نېک و بد واړه خبر شول

چې زما اشنا يو بت دی، زه هم بت پرست دده يم

درسته شپه يې په هر غولي زه ولاړ، نارې وهمه

چې ای خلقو! عيب مې نشته که مستي کړم مست دده يم

که دا خپل صورت دې نېست په عشق کې نن کړې ای خوشاله!

بيا د ځان دا هسې لاف کړه وايه زه هم هست دده يم