غزل
څه به لا ډېر ښه وای دد بهار د گلو وخته
خوشحال خان خټکڅه به لا ډېر ښه وای دد بهار د گلو وخته!
که زر درپسې نه وای د خزان سيليه سخته
په وخت د ښو گلونو د وسا له باده نوشلې
د زړه اندوه دې واړه دا عشرت يوسي يکلخته
په وخت د ښو گلونو په خلوت دننه ناست يې
راووځه ننداره کړه، ناسوتي شېخه بدبخته!
هر گل وته چې گورې گوښی گوښی يې نگهت وي
په رنگ سره يو نه دی، نه يو سم د بل له رخته
په سم دي، که په غره دي د بهار خاصه گلونه
آخر به يې رژون وي دگلونو له درخته
اهاړ گرمه سيلۍ شي په چمن کې
گلونه د لاله لکه بادشاه پرېوځي له تخته
چې کښته پورته زاڼې، مرغاويې تله راتله کا
خوشال خټک خوښ کړي په جهان کې دا دوه وخته