غزل
څه غم د نعمتونو چې اختر راغی دروېشه
خوشحال خان خټکڅه غم د نعمتونو چې اختر راغی دروېشه
په طمعه ، په اميد اوسه! د هرغنې له وېشه
يو گل مې په دا باغ کې ناگهان په نظر کښېوت
عجب يې خوشبويي وه تر همه گلونو بېشه
چې ما وکړه پوښتنه دغه گل له حقيقته
ده کړی تحمل و د هر يو اغزي له نېشه
نافې چې له اوله خپل ځيگر وکړ سرې وينې
له وروسته يې روانه خوشبويي شوله له رېشه
په سو به د ويشتلو له احواله نه خبرېږې
چې هيڅکله دې نه ده چېرې پښه په اغزي رېشه
له دوه اويا مذهبه سره به ساز وکړې له دله
خوشاله! که خبر شې په تحقيق د عشق له کېشه