غزل
څه لره مې زړه وړې، چې د زړه ساتل دې نه زده
خوشحال خان خټکڅه لره مې زړه وړې، چې د زړه ساتل دې نه زده
مست يم، مستي کړمه، گڼه هر هنر مې ښه زده
تل په اوښکو وينو همېشه ژړا آهونه
نور راخبر نه شول، يا مې سترگو، يا مې زړه زده
ذکر، فکر، نمونځ، روژه، طاعت ورلره بويه
شېخ، ملا، زاهد، عابد، صوفي په ميو څه زده
کله د توتيانو په گفتار کې دا لهجه ده
راشه که يې گورې زر کې تا کله دا تله زده
روغ عالم به چېرې د دردمن په حال خبرېږي
درد چې په چا تېر وي، په دردمنو هم هغه زده
څه زړونه يې وړي ستا بارخو، پرېشانو زلفو
ښه وه دا خبره چې يا غله زده يا يې مله زده
ستا دا سور پېزوان چې فتنه گر دی بې حسابه
څو رنگه فتنې چې د جهان دي واړه ده زده
چېرې به له دله يو ډک مهر رابر سېر کړې
تل دې که دا هسې د لاسې تشې په خوله زده
څه پوښتې خوشال د بېلتانه په اشتياق کې
ستړې په منزل پوهېږي، تږي په اوبه زده