غزل
څه سړی، څه يې تدبير
خوشحال خان خټکڅه سړی، څه يې تدبير
هم هغه شي چې تقدير
که جهان شي تېره توره
ستا په مرگ شي خلک خير
بې تقديره به ونه مرې
نه په توره، نه په تير
بې اجله مرگی نشته
تېغ وهه، مه کړه تقصير
لکه کار د مېړني دی
هسې کار نه دی د پير
د غازيانو، شهيدانو
پروا نشته له سعير
کل گټنه ده د تورې
که کابل دی که کشمير
مېړني دي چې يادېږي
په سندرو هم په وير
مېړني دي چې يادېږي
په سندرو هم په وير
چې دروغ د تورې لاف کا
له هغو نه يم دلگير
توره بخره د خوشال ده
کان په کان خلک خبير