نظم
صفت د علم او د علم د فضيلت
خوشحال خان خټکزده کول د علم فرض دي
په مېړو په ښځو قرض دي
صد رحمت په هغه باندې
چې طلب د علم کاندې
پيغمبر دي فرمايلي
ده تر پاکې خولې ايستلي
که تر منځ درياب يا اور وي
په بل لور دعالم کور وي
و عالم ته به هورې ځي
که غرقېږي يا که سوځي
علم واړه عبادت دی
څو چې کېږي سعادت دی
يوساعت له عالمانو
ناستی څه دی مسلمانو
چې يو کال په کعبه تېر که
څوک طاعت په کې ډېر که
چې د علم په طلب ځي
که په ورځ ځي که په شب ځي
په هر کام به ثواب مومي
چې تر کور تر مکه درومي
چې يوه مسئله زده کا
خدای به دی آمرزيده که
نه هزار رکعته نفل
نه يوه مسئله نقل
چې عالم نه وي په کلي
هغه کلي دي وهلي
د عالم مرتبه زويه
تر شهيده لا ده لويه
فضليت د علم ډېر دی
تر حساب تر شماره تېر دی
چې د شرعې بندوبست دی
دا همه د علم دست دی
که حلال که حرام دواړه
علم زباد که ورته واړه
که گفتن که شنيدن وي
که رفتن که نشستن وي
که خواړه او که څښل وي
که د سترگو اړول وي
که سجود دی که طاعت دی
که ادب دی که خدمت دی
که غزا ده که زکات دی
که حاجي د عرفات دی
که عابد د عبادت دی
که زاهد کونج و خلوت دی
که بادشاه دمملکت دی
که دهقان دزراعت دی
که نکاح که زيست روزگار دی
که صايم که نماز گذار دی
که زکات که مزکي دی
که چې فعل د زکي دی
دا چې ډېر دا هسې کاره
نه شي بې علم ای ياره
چې بې علمه طاعت کېږي
که هزار که نه قبلېږي
چې بې علم قيل و قال که
هغه کل د ځان وبال که
چې کرم باندې د خدای شي
زړه هاله د علم ځای شي