نظم

څلور څلوېښتم فصل - په علاج د سستۍ د باز کې

خوشحال خان خټک

د چا باز چې سست کاهل شي نه کا ښکار

درته وايم علاج څه کړه ددې کار

شپږ اووه ورځې يې وتړه دننه

ور کوه ښې ښې طعمې ورته ښادمنه

مه پرې ښکار، مه دستکشي کړه يو څو ورځې

وايې مه خله که غارمه وي اوکه ورېځې

بيا يې وباسه وښکار وته روان شه

نور بازونه دې ښکار کا پرې نگران شه

که حرص و کا دښکار ته يې ورپرېږده

چې ښکار وکا هغه ځای يې ورته کېږده

چې يکه يکه يو څو ورځې باز سېر شي

د سستۍ د کاهلۍ خوی به يې هېر شي

گه گهې دې د چڼچڼو طعمه خورينه

په لقمه دې څه خومشک پورې کوينه

که لونگ او سقوطري ورکا څو ماسه

کاهلي به ي ې بېرونه کاله تاسه

که ضرور وي د تندرست هلک متيازې

په لقمه سره فايده لري وکازې