نظم

څلورم باب په بيان دشکر کې

خوشحال خان خټک

چې نعمت باندې ډېرېږي

حمد، ثنا دې دخدای کېږي

په جهان کې چې نعمت وي

لوی نعمت د سلطنت وي

سکه بادشاه لره دا بويه

د دولت لويي ده لويه

چې دده دولت ډېرېږي

هومره شکر دې يې کېږي

په زړه شکر شته، په ژبه

په اعضاء شته ای طالبه!

خدای نعمت ورکوي گوره

خدای دولت ورکوي گوره

په زبان سره خدای ستايه

ډېر الحمد، ثنا وايه

دا ويی مې معتبر دی

د زبان شکر بهتر دی

که طاعت دې په بدن دی

دا دې شکر د درست تن دی

کوم طاعت چې په اعضاء دی

په اعضاء جدا جدا دی

مه بدگوره، مه بدکسه

په نعمت يې سترگې نسه

د طاعت دی دچشمانو

چې لگي په محرمانو

نامحرم وته نه گورې

ځنې نسې سترگې تورې

نظر کړه په صنعتونو

لون لون نعمتونو

دخدای صنع، قدرت گوره

معرفت وته وښوره

دغوږونو شکر دا دی

چې لازم، واجب په تا دی

چې غيبت ، بدې خبرې

غوږ له دواړو لره لرې

مسئلې د دين پرې اورې

نصيحت، تلقين پرې اورې

هر چې شکرستا د دهان دی

د زبان هم د دندان دی

چې حرام خواړه مه ژويه

له بد گفته حذر بويه

مه بد وايه، مه بد آروه

د لاسونو شکر واروه

په فقير باندې احسان کړه

ورکول په حقداران کړه

پرې وهه د غم دېوان ته

جنتونه کړه ودان شته

د پښو شکر په ښه لور ځه

د ملا، دشېخ په کور ځه

مساجد لره ورتله کړه

معابد لره ورتله کړه

چې بې طمعې دروېشان دي

عزيزان ، ياران ، خوېښان دي

و هغو لره وردرومه

ښادوه يې پرې مرسومه

زيارتونو ته ورتله کړه

نيت د ښو په تله راتله کړه

که په ځای کړې دا شکرونه

ستا به زيات شي دولتونه

جاه جلال به دې پرې زيات شي

ملک ومال به دې پرې زيات شي

که په دا کې دې نقصان شي

په هر کال کې به دې زيان شي

شکر تا بيايي دولت ته

په هزار رنگې نعمت ته

ناشکريې سړی خوارکه

په بلا يې گرفتار که