نظم

څلوردېرشم فصل په بيان د ابتدا د مير ښکاری کې

خوشحال خان خټک

ابتدا د مير ښکارۍ مشق په جکړ دی

بيا باښه، شيکره، بېسره ده بيا لگړ دی

دا څو توکه چې ښه رو سره ښکاري کا

بيا هاله دې باز شاهين ته تياري کا

لگړ ډېر په دا ملکونو پيدا کېږي

ښکاري نه دی چې له دې چرې ترهېږي

په دلبه چې ښه تيار په ستونو شي

تله راتله يې عجيبه په کرشنو کې

که علت دی که دارو دي که تعليم دی

په هر څه کې اتيا لک سره سهيم دی

ښکار د زاغ عجب په شوق او ذوق کاندي

په سلگونو ستونې خوري لاندې باندې

بوتيمار سويه عقار نسي څو رنگه

بلکې وريشي تر قاز و تر کلنگه

شيکره هم په رنگ ترکيب لکه د باز دی

عينه و باز ته روغ پخپله ساز دی

په دا ملک کې اشياني شته هم دامې شته

خون رېزه نه بنگالې غوندې نامي شته

يا شيکره د بنگالې يا د پنجاب ده

يا شيکره د کلابست يا د مرغاب ده

د باښې غوندې شيکره اموخته کېږي

د شيکره غوندې بېسره اموخته کېږي

په تعليم کې له اوله بد فعلي کا

چې عادت شي شيکره ځان لکه اهلي کا

څو پرونه يې د لکۍ ساتلي بويه

چې پرونه يې سلامت وي چار ده لويه

ښه شيکره درته کارگه نسي شين کوسي

تور تارو تمځري هم په ډکه يوسي

بېسره څه ده؟ نه شيکره ده نه باښه ده

تر باښې نه کمينه تر شيکرې ښه ده

په بل ملک کې جاله نه لري بې هنده

نام نشان يې رسېدلی دی تر سنده

تر شيکرې نه په ليدلو ده خوشرنگه

سترگې سرې لري، تور سر او کبود چنگه

د نيولو يې عجبه ننداره ده

نه دې ولي بېسره ښځه وي ښکاره ده

په څو رنگه دي جفتي چڼچڼې نسي

په خپل کور يې ملوکان ننداره کسي