غزل
ساقي ! گل شگفته کېږي
خوشحال خان خټکساقي ! گل شگفته کېږي
خس له باغه رفته کېږي
که د باغ خوښي په زر شي
د راغ هسې مفته کېږي
دُر گوهر زما بې ميو
په مژگانو سفته کېږي
که يې پټ لرم له خلقه
راز مې نه نهفته کېږي
باد دې زلفې آشفته کا
زما زړه آشفته کېږي
هغه راز چې به ما تا کړ
په محفلو گفته کېږي
د خوشال بخته بيدار شه!
تل څوک کله خفته کېږي