غزل ساقي جوړ خپلو مستو سترگو ته دې پام ونه که امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 ساقي جوړ خپلو مستو سترگو ته دې پام ونه که ته چې دا وايې چې ما قدر ستا دجام ونه که 02 په يو ديدن کې دې بخښنه دعرفان وه هسې چې په هېڅ څيز يې هم اظهار د استفهام ونه که 03 سر مې ونه کړه ملگرتيا له ټيټو سترگو سره پښتون احساس مې زيات له دې نه احترام ونه که 04 شو بې آسرې مې اسوېلی چې له نسيم سره لاړ رو ترې غلط شو که تکل يې ستا دبام ونه که 05 نن مې ستا مخ و پرې پېرزو ډيوه مې بله نه کړه ته چې راتلې نو مخروڼی مې د ماښام ونه که 06 ښکليه معيار د مېنانو نن سبا شي بدل کار د سينگار به دې خفه کړي که دې خام ونه که 07 ته خو راغی بې حجابه خاصو عامو ته وې څه خو سبب و چې ديدن دې خاص و عام ونه که 08 زاهده مې و محترم چې يې حرام و بلل جوړې محرم نه يې چې تا يې احترام ونه که 09 وړاندې چې تېر شوې له ناکامه عاشقانو ځنې حمزه تا ولې له خپل قام سره ناکام ونه که د قاموس مانا × اصلي کلمه