غزل

ساقي! تل به دې د ست وي، که به نه وي

خوشحال خان خټک

ساقي! تل به دې د ست وي، که به نه وي

له جهانه به مهلت وي، که به نه وي

راشه ډک د ميو جام په می ناب کړه

تل به هسې فراغت وي،که به نه وي

هر هوس چې دصورت کړې نن ساعت دی

گوره! گانده به صورت وي، که به نه وي

په رښتيا و ماته ووايه طبيبه!

چې د رنځ مې به صحت وي، که به نه وي

که په تا پسې ملنگ دمصلې شم

شاه! په تا مې به قيمت وي، که به نه وي

سپينه خوله که ب ې ريباره ورپېشکش کړم

په خوشال به مې منت وي، که به نه وي