غزل سر د سره بيا جنون راباندې زور شو خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 سر د سره بيا جنون راباندې زور شو يا د مينې لېونی شوم، خوی مې نور شو 02 که هر څو پندار کوي، پروا پرې نه کړم دا هنر مې و عال و ته پېغور شو 03 د ساقي دميو هسې شان اثر دی په خمار کې مې دستار له سره خور شو 04 حريفانو په های های، باندې نارې کړې چې ساقې دميو داد کړ، جام نسکور شو 05 هو! دا کار دازمېښت نه دی،نو څه دی چې زما بلا ، زما د سترگو تور شو 06 که گدای له لوږې مري، علا ج يې نشته چې د دور دخواجه روزگار په پور شو 07 په خاطر باندې مې ډېر داغونه جوړ وو ولې ستا له لاسه داغ باندې انځور شو 08 خوب خندا دې له خاطره فراموش کا د هغو چې د ويشتلي په چم کور شو 09 هر کالی چې د رضا په کې مونده شي دخوشال خاطر مې شهر د لاهور شو د قاموس مانا × اصلي کلمه