څلوريزه

سړی چې زوړ شي زبون په تن شي

خوشحال خان خټک

سړی چې زوړ شي زبون په تن شي

حواس يې نور وي په زړه هېرجن شي

لطيف خواړه دې خوري، دخول دې کم کا

که کا نوخېزه چې پرې مَين شي