څلوريزه

سړی په مثل کاڼی دکوه دی

خوشحال خان خټک

سړی په مثل کاڼی دکوه دی

په څو څو گروه گوره دی

چې جواهر دي پکې کم کم شته

نابود بدرنگ يې انبوه انبوه دي