نظم

سبزه کوب

عبدالباري جهاني

دا د مستو پسرلى دئ دا د اور سبزه کوبي ده

هره پاڼه خماري ده هر ګلاب مو شرابي سو

د ساقي د سر خيرات دئ د زاهد د مړيني نذر

هر پايکوب يې ځي سقر ته هر فرياد يې آسماني سو

د سينې په خلوتګاه کي د خاموشي غوغا شور دئ

زير او بم پکښي ږغېږي هر شهباز يې فريادي سو

را ايستلې توره راغى د ساقي د وينو تږى

زموږ مستي چي يې ليدله شيخ پخپله خماري سو

د ګناه په خم کي رنګ سول د زاهد د بګړۍ ولونه

پر هډوکو يې لړزه ده ټينګ ايمان يې شيطاني سو

صف ته راغلى له رندانو د اغيارو له ټوليه

موږ يې زهرو ته بللو خپل سوما يې زقومي سو

په موج خېزه هيبت راغلې د فلک سېلابي کرږي

زموږ بېړۍ يې ډوبوله خپل توپان يې توپاني سو

د خزان له هر سرکوبه سل پايکوبه پورته کېږي

هره ترخه نسترن دئ هر يو زوز مو ګلابي سو

د توپان حمل يې واخيست غوږ ته ورغله د غرونو

ورکوي د پچي زېرى هر آواز يې سېلابي سو

اوروي صدفي څاڅکي ښخوي د مستۍ تخم

هر نرګس ته يې جام ورکړ هر ګلبوټى يې ياغي سو

شيخ کفر کفر وايه دلته جام پر جام تشېږي

هره پېښه دوزخي ده هر نوبت يې کوثري سو

رېږدوي د زړو تارونه د ګناه شېرينه تنده

ړنګوي د تقوا غرونه هر کلنګ يې فرهادي سو

پکښي شخول د ړنګېدو دئ د منبر د ورستو خښتو

هر خلوت صنم پرسته هر مريد يې جهاني سو