نظم

سفر

عبدالباري جهاني

دا چي لامبو پکښي وهئ پر ورځئ

ملګرو دا د توپانونو لار ده

مرګ دئ حملې دي چپاوونه وينى

د زمانې د ازمېيښتونو لار ده

دلته د سر سره به لوبي کوئ

دا د څپو دا د موجونو لار ده

ملګرو څرنګه ورځي او کنه

ځان توپانو ته ورکوئ او کنه

دا د پېچومو کږلېچونو سفر

په څو ټوپونو ختمېدلاى نه سي

دا خنډوخار دا د کلونو مزل

په يوه منډه ختمېدلاى نه سي

دا پر هر موړ باندي د مرګ ږغونه

په تشو چيغو چوپېدلاى نه سي

ملګرو ځان تياروئ او کنه

پر دې موړونو لار وهئ او کنه

د دې تروږميو تاريکيو پر لار

ځان لکه شمع سوځول په کار دي

د هر قدم روښانېدل په کار دي

پر سر اورونه لګول په کار دي

و سرمنزل ته د ورتلو په هيله

د مرګ په غېږ کي لوبېدل په کار دي

ملګرو اور دئ پر ورځئ او کنه

ځان په لمبو کي سوځوئ او کنه

دلته چي هره څپه وخوڅېږي

دلته چي هر ګرداب راوڅرخېږي

شپه له سرونو کړي لمني ډکي

سهار په وينو ټنډه ومسېږي

دلته به هر غروب د غرو پر څوکو

ستاسي په وينو باندي ولمبېږي

ځان ګردابونو ته سپارئ او کنه

د دې څپو لامبو کوئ او کنه

د سختو تړو مساپرو واورئ

دا کږلېچونه سمېدل غواړي

دا د زمان سره پيدا بندونه

له لويو لارو نه ايستل غواړي

يوه هوښيار کاروان سالار ويله

فقط ايمان غواړي تکل غواړي

دا سختي پرښي هوارېږي درته

د اميد کرښي څرګندېږي درته

دا ياغي سوى دا بدمسته ګرداب

لا به پر تاسي خرڅېدلى نه وي

دا وږى تږى دا خونخوره غروب

لا به په وينو لمبېدلى نه وي

خوني فلک به د سرو سترګو سره

د جنګ ميدان ته راوتلى نه وي

چي به کاروان تر دې تيارو راووزي

د جرس ږغ به يې له غرو راووزي

دلته يو وخت تر تاسي ډېر دمخه

څو مساپرو تڼۍ ټينګي کړلې

د زمانې باد او توپان ورسره

پرله پسې ډغري ووهلې

غړومبى د تندر و ژلۍ اورېدې

خړي څپې باندي راماتي سولې

دوى دا درې دا کنډوونه پى کړل

په توپانو کي يې موجونه پى کړل