نظم
شاه گدا
عبدالحمید مومندراويان ددې قصې چې شکايت که
په دا رنگه ودې گنج ته هدايت که
چې په وړاندې زمانه کې يو گدا و
عشق اندېش ، محبت کېش مدر خدا و
دين مذهب يې د خوبانو محبت و
عبادت يې د ترکانو معصيت و
څو له موره زېږېدلی و عاشق و
په دا کار کې دروغجن نه و صادق و
د جهان له نوره قيده نور آزاد و
بارې يو د عشق په کار کې ما درزاد و
د دنيا له ودانۍ يې تبرا و
دمجنون په څېر يې سيل دصحرا و
محنتونه يې د مينې وو پېڅلی
وو يې کاڼي د غمونو په سر څلي
زمانې ورباندې کړې وې ښې شندې
ويزار کړی و فراق له لوږې تندې
د عشق رنځ و لکه کک هسې وچ کړی
دغه تندر اسماني ورچ پچ کړی
چې به ده چرې سلام د خاص و عام و
د سلام په ځای يې عشق علی الدوام و
غرض دا چې دم قدم، نه و بې عشق
که په غره وه که په سم، نه وبې عشق
ويښ اوده ناست و ولاړ بې عشقه نه و
په خاطر کې يې ويلاړ بې عشق نه و
که يې غم يا يې ښادي وه عاشقي وه
که يې بندگي يا آزادي وه عاشقې وه
يوڅو ورځې القضا د خدای په کړه
له دې خياله شه خالي دگدا زړه
د عشق اور يې له گرمۍ څخو سوړ شه
له اوله خرابۍ څخو جوړ شه
دنينې په څېر يې زړه د عشق له بټه
بېرون ولوېده له تاب سره يې لوټه
دعشق پېټی چې يې پروت و په سر باندې
زمانې که يو څو ورځې تر پښو لاندې
اواره يې وابسته د محبت کړه
بر طرفه يې دعوی د مصيبت کړه
د آرام په مېنه پرېمشت په آرام شه
خلاص له ډېره کشمکشه د ايام شه
نه يې داغ د افتراق درلو په زړه کې
نه يې تاب د افتراق درلو په زړه کې
د حبيب جور وجفا ورباندې نه وه
د رقيب شور و غوغا ورباندې نه وه
د اغيارو له سروده پخښو کښېناست
دهجران له آه سرده (پخښو) کښېناست
په دا چار يې دخدای شکر چند در چند کړ
چې په گنج د فراغت يې زړه خورسند کړ
اما دا دمرگ بهي، نه د صحت وه
لږ راحت يې مقدم دډېر محنت وه
چې مزری د ماتې، ماتې چرته وکا
بيا که پېښه زر په زر په هغه مزکه
که يو څو ورځې يوه خوا، بله خوا شي
عاقبت دماتې ځای ورته پخوا شي
که هرڅو سړی په زهد کې فايق شي
چې يو ځل وي عاشق شوی، بيا عاشق شي
که يوڅو ورځې شېخی کا تقوی واخلي
څه شو بيا يې د عشق باز په هوا واخلي
محبت که هر څو ډېر محنت انگېز دی
دا محنت يې په څو چند راحت آمېز دی
غرض دا چې بيا مَين هغه گدا شه
دا سبب دده دمينې راهنما شه
يوره ورځې يې گذر په يوه باغ شه
هسې باغ چې له جنت يې سراغ شه
تر ارمه پکې ډېر آرام فراغ و
هر يو گل يې د ارم په سينه داغ و
په څېره يې وو پراته گل د سنبل
دا څڼه حلقې حلقې، هغه گل گل
هر ورق يې ښکلی خط د آزادۍ و
د بلبلو غږ يې زېری د ښادۍ و
هسې زيب کاوه گلونو په گلشن
لکه زلفې د رخسار د گلبدن
سره لاله يې وو له ميو ډک منگي
زنگېده به پرې نرگس خراب بنگي
د خمار له غلبې شه بې وسواس
نيم نارنج درلو نرگس ځکه په لاس
سروې خضر غوندې ځای و پکې کړی
زرغون توغ يې په هوا و پور ته وړی
چې پرې زېری د گلرخ باد صبا که
له هوسه يې غونچه قميص قبا که
په ديدن يې دگلرخ شونډې خندان شوې
د شبنم سپينې غوټۍ په کې دندان شوې
آراسته په هغه باغ کې يو منظر و
تر اسمانه کوز په مزکه بالا تر و
د فلک ماڼۍ دده تر منظر پورې
د ستايۍ په طور کوز و که يې گورې
نمر سپوږمۍ په مثال خښتې يې د دَر وې
سازې شوې په معنی له سيم وزر وې
فرښتو به پرې د مزکې هر زمان
تسلي عيش و عشرت که د اسمان
چې طواف ددغه باغ يې ميسر شه
دگدا نظر په لوري دمنظر شه
په سايه د ديوال راغی په ارام شه
په ژوندون کې يې مقام دار السلام شه
ناگهانه يو مکتب عنبر سرشت
هلته وليد تمامي لکه بهشت
ساکنان پکې همه حورې صفات وو
بيا عجب په کالو کم، په حسن زيات وو
چې يوې به خپلې وروځې، قد عيان کړ
سر د نون او د قلم به يې بيان کړ
د وربل زلفو قامت يې مستقيم
هر سعت بيانوه الف لام ميم
د يوې لکه والشمس هسې روی و
او د بل لکه والليل هسې موی و
چې په واړو کې بهتر او نېکو تر و
يو دلبر وگويا کوز په مزکه نمر و
آراسته په تمامي حسن ادب و
هم په اصل شهزاده هم شاه لقب و
سر و قد چې به قدم په زمکه بر که
هر قدم به يې عالم زېر و زبر که
هر پلو يې چې به سترگې واړولې
په نظر يې خلقې ويجاړولې
چې به ده زلفې چين چين حلقې حلقې کړې
په زنځير به يې قيد آزادې خلقې کړې
چې دده دخونړو سترگو مژگان وو
همه واړه زهر آلوده تير يې پيکان وو
په سمن سنبل راښکلی لکه جيم
کاکل ورستو جارېستلی لکه ميم
تکلم که يې په زخم نمک رېز و
تبسم يې واقعي شکر آمېز و
دوه ابرو يې د سر و قد که بيان اروې
وو دوه پره د قارگه په سر د سروې
دوه چشمې د زندگۍ وو لب دده
موج آساشه پکې ليد غبغب دده
باريکي يې د دهان که د ميان وه
غرض دا چې لا بيان وه لا بيان وه
بې خبرو يې دخولې څه نشان نه و
بې کمال يې بل نشان ترعيان نه و
وړه خوله به يې سخن بيامونده کله
که دشونډو شمع نه وی ورته بَله
چې په خيال کې راوستی نه شې اصلا
څوک به څه تعريف کوي دهغې ملا
چې به سپين په خندا غاښ د گلعذار شه
د پرهېز په لاله زار به ژاله بار شه
چې به ده لينده د وروځو کړه برکښه
د حرم هوسو به ځان کړه ورته نښه
چې گوزار به يې کړه غشي د بڼو
دزاهد په زړه به ښخ شو تر بڼو
چې دده ناز و نخره يا کرشمه وه
د پري ناز ونخره پورې شمه وه
چې به دی په ساده حسن جلوه گرشه
شرمنده به په اسمان شمس و قمر شه
چې به ده کړه شاهانه دستار تر سره
څو څو ځله به يې فلک شه ځار تر سره
په وړه ژبه چې ده وړه وينا کړه
نه طوطا کړه په دا طور نه مينا کړه
که گفتار، که يې کردار و په قانون و
افلاطون د زمانې ورته مجنون و
چې به چا و ده ته عرض چرې مشکل که
هغه دم به يې په حل سره خوش دل که
مجموعه دهرې هرې خوبۍ دی و
سزاوار د معشوقۍ، محبوبۍ دی و
چې يې وليد دا جمال فايق لايق
په اول نظر گدا شه پرې عاشق
دم يې نه واهه بې دمه تش کالبوت شه
هېڅ يې نه واته تر خولې مثال د بوت شه
هر گوزار چې به يې مخ وته نگران شه
هر گوزار به آيينه غوندې حيران شه
شاه وې ولې هسې ناست خاموش بې غږ يې
غږ دې نه خېژي هېچري چړه غوږ يې؟
که په زړه کې څه مطلب لرې گدايه
له پوښتنې يې ادب مه کړه ووايه
وې يې وايه يگانه د آفاق څه دی؟
تا پوښتنمه چې هم جفت دی هم طاق څه دی؟
شاه وې دازما ابروی دي وپوهېږه
تفاوت په دا کې نشته وگروهېږه
که ظاهره جفت ليدلی شي له دويه
بارې طاق دي د آفاق و په نېکويه!
ده وې او هسې د شاه جواب هم دا دی
يو وېښته نه شوې خطا صواب هم دادی
بيا گدا وې ورته وايه هغه څه دي
چې هم اور دی په اثر کې هم اوبه دي؟
ده وې دا زما لبان دي وږي او د شاه جواب هم دادی
آب و تاب لري د اور هم د اوبو
پس له دې گفتگو شاه وته گدای
شه په دا سحر سازۍ سخن کشای
نه مې لوستی له کتابه يو ورق دی
نه اخيستی له استاده ما سبق دی
له سواده مې بهره نشته ساده يم
تمام عمرمست د جهل په باده يم
چې ساتلې يې دنيا له گمراهي ده
دغه واړه روښنايي د سياهۍ ده
چې له علمه بې تلاشه بې تکل دی
هغه خلق کالانعام بل هم اضل دی
څو ونه لولم زما څه سرور نشته
بې سواده مې په سترگو کې نور نشته
پسله دې مې مزم دا دی چې طلب کړم
په خدمت دعا حاصل علم و ادب کړم
بس که وگرځېدم ډېر يله يله
ابته دجاهلانو په پله
چې معلوم و شاه ته صدق د گدا شه
په احوال باندې يې ډېر مهر افزاشه
هغه دم يې الف بې ورته په لاس کړه
په تعليم يې د گدا جمع حواس کړه
له هغه يې ميل د زړه يوه په سل شه
وې يې اوس مې کاروبار سخت و مشکل شه
په دا مينه کې عجب دی که وپايم
برسېرن ويشتلی نه يمه رسا يم
حسن و عشق چې يو تر بله موافق شي
په ژړا، خندا بدله دعاشق شي
اور په لوبو لگوي په رښتيا لگي
که ټوپک په صرفه ولې رسا لگي
هر شاهد چې مَين باز مهر په زړه شي
شېخ ملا په سر و مال عاشق دده شي
که هرڅو هغه گدا صاحب ارشاد و
له کماله په هر علم کې استاد و
چې په درس د محبت راغی شاگرد شه
الف بې د تعليم سبق يې ورد شه
او چې مينه که پرې شاه خپله آغازه
سازه چار کا ارستو څخه ناسازه
مسلم مقدمات يې ممنوعه که
ساز دليل ور څخه وران په مدعا که
افلاطون لکه هلک مکتب نشين که
په څپېړو دمخ دواړه لوريه شين که
محبت چې پخپل درس کښېني پخته
په تندي د استاد ماته که تخته
په ظاهر که په سبق نظر گدا که
پټ پنهم به يې نظر په دلربا که
په تعليم کې به چې يار ده ته نظر کړ
له حيا به ده نظر په زېر وزور کړ
دعاشق ديار کتو ته اضطراب وي
بارې چرې پکې بيا د کتو تاب وي
چې به کور ته هغه شاه شکر لب لاړ
له مکتبه به کُلي عيش و طرب لاړ
په گدا به شولې بوښتې بيا د غم شوې
سرشتې به د ژوندون ځنې برهم شوې
دواړه لوريه به يې اوښکې په مخ تللې
دا وينا به يې له ځان سره ويلې
هی هی څه شوې چرته لاړې زما دله
راشه واوره دا زما دغم بدله
بې له تا يم په مکتب کې زما لاله
لکه پروت بې اوبو کب وي خراب حاله
دېوانه غوندې په لاس يم دهلکو
په صحرا د بېلتانه يم ورک د ورکو
زنده گي که د نور خلقو خوشحالي ده
بارې ما لره بې شکه ملالي ده
بې له تا حيران پراته دفتر، خامه دی
په هجران دې سياه روی سياه نامه دی
وقامت ته دې الف وکړلې چارې
ستا په لوري د بې دوه سترگې په لارې
په ژړا درپسې سپينه کړه صاد سترگه
پرته ولوېده له غمه د ضاد سترگه
چې په طې پسې د ستا بد حاله دال دی
خم قامت ته چې يې گورم په دا ډال دی
سين چيچي په غاښو شونډې د حسرت
چې ورياد شي ستا د شونډو برکت
لکه شين هسې بې تا سرکښه کاف دی
چې ورکړی دې هجران په زړه شگاف دی
هسې حرف به يې راوړو په ژبه کم
چې به ده پرې ذکر نه کړ حرف د غم
هرساعتې ستا په لوري يک چشمه و
ځير ځير کېږي گوري ستا د کتو رَو
چې هلک به له ويرې د استاد
په مکتب کې که بنياد غږ د فرياد
دی به هم په دا بهانه له دوی سره
له هجرانه په فرياد شه په نعره
چې به چا له ده پوښتنه دژړا کړه
د ژړا بهانه به ده هم ورته داکړه
چې غريب و پردېسي او مسافر يم
هېڅوک نه لرم بې کسه خوږ خاطر يم
چې مې وگرځي په زړه يار و ديار خپل
بې اختياره مې ځي اوښکې په رخسار خپل
چې ظاهر به ځنې څه سوز وگداز شه
پرسنده ته به يو رنگ بهانه ساز شه
له ادبه به يې وچ له اوښکو مخ کړ
او له ربه به يې شکر په دا سخ کړ
چې په مخ د يار ژړا بې ادبي ده
پس له دې نه مې ژړا بوالعجبي ده
جلوه گر چې په مکتب کې هغه شاه شه
په هاله کې دحلقې ورغی ماه شه
ورته واخسته گدا حکايتونه
مهر انگيز،محبت خېز روايتونه
غرض دا چې په خاطر دشاه قبول شم
خلاص له لاسه ددې جور او ددې نول شم
په يو شان يې زړه وځان وته مايل کړم
زه په تېغ د هجران دې چې گايل کړم
او که يې حال دمين دا دی چې څه چار که
نور څه نه کا ځای په زړه کې دخپل يار که
په هرکار کې چې يې يار په لاس کېوځي
په طلب دهغه کارپاڅي پرېوځي
نه په سر نه په مال اړ نه په ايمان وي
مدعا يې نزديکت دخپل جانان وي