غزل

شل کارونه پرېږده، ننداره يې د جمال کړه

خوشحال خان خټک

شل کارونه پرېږده، ننداره يې د جمال کړه

دواړه کسي واخله، په سپين مخ باندې يې خال کړه

کښېنه په انگړ کې مخامخ چې درته گورم

تور لونگين، دواړه چندڼ هار په سينه ټال کړه

راغلې و بازار ته، درست وجود کړه لکه کسي

گوره! که ړوند نه يې ننداره يې دکمال کړه

تله دي، تېرېدهدي، ښه له هر چا سره ښه دي

ونه د نېکيه په دا باغ کې نونهال کړه

واړه ورکول د جهان گوره عاريت دی

غم د بېلتانه زما زړگيه! په وصال کړه

بې د يار له مينې چې به کور د دنيا جوړ کا

واروه! درته وايم ، خدای يې مينې په زوال کړه

ته هغه رستم يې چې شاهان دې طلبگار دي

چار درته تلقين کړ چې خدمت د پيرزال کړه

الف دې دی سر ايښی ستا په ميم چې درته گوري

په دواړه لوريه زړه وړي په مخ دواړه زلفې دال کړه

نور خلک په پښو دي چې پرې بار نشته دمينې

بار لري د مينې ناز و نياز په خوار خوشال کړه