نظم

شاعر

عبدالباري جهاني

چي د ويښي نړۍ سترګي

د تاريکي شپې کوربه سي

د ډېوې لمبه خاموشه

پرې تياره ماښام مېلمه سي

د ساقي په پېمانه کي

نښتېځلی اور ختمېږي

د مستۍ له تاوده بزمه

چي خړوب حريف ستنېږي

د مينا په وروستۍ اوښکو

چي خمار زړونه اوبه سي

چي وروستۍ پيالې شرنګېږي

او د کوچ نغمه توده سي

چي جهان په پټو سترګو

په خيالي ټال کي زنګېږي

د خپسي توره غېږه

د رڼا پر سر خپرېږي

تر يو لنډ مزلګي وروسته

قافله پر تمېدو سي

چي اېلچي د سبا راسي

او د نن جنازه يوسي

هلته ليري په يو کونج کي

يو نرۍ لمبه بلېږي

د هوس له ښکلي ښاره

يو پردېس پکښي اوسېږي

د قلم تر خوله راباسي

د خوږمن زړه فريادونه

د سينې په قبرستان کي

ښخوي ځواني عشقونه

له ثوابه يې پرهېز دئ

له ګناه توبه ګار سوی

هم زاهد ورته په قهر

هم له بزمه چا ترټلی

کله روڼي روڼي اوښکي

پر نامراده ګرېوان توی کي

نړوي د ژوندون خوني

د قبرونو شنختي بوی کي

په دې نرمو - نرمو ګوتو

نړوي د سکوت غرونه

د نازک احساس په تال کي

سوروي نوي سازونه

د رنګين افق په خوله کي

ورکوي د زړګي ويني

د شفق له مخه اخلي

د هوښياري مستۍ پيني

دا له ځانه سره سوځي

په تياره کي چي ويلېږي

که شاعر نه دئ نو څوک دئ

چي زګېروی يې رارسېږي