نظم
شېخ بنور!
عبدالحمید مومنداورېدلی مې دا نقل په دا باب دی
چې وماته رسېدلی له احباب دی:
په دا رنگ چې يوه ورځ بزرگ بنور
له يارانو سره ناست و په حضور
دا يې ووې درېغه درېغه زه گدا
هومره هم نه شوم عاشق لکه گدا
يوه يار ويل صاحبه چې دا څوک و؟
چې يې عشق د ستا په چوک دا هسې دوک و؟
ده وې وايم درته حال غوږ باسئ بارې:
يو فقير و گوشه گير په څنگ دلارې
هغه ځای تکيه (د) خدای وه تکيه کړې
شپه او ورځ يې تېرول به پکې ستړې
يوه ورځ له يوه لوريه يوه ناوې
تېرېده په هغه لارې بې (له) ښاوې
د اوبو، ياد سايه د پاره ياره
له ډولۍ په تکيه کښېناسته خونخواره
په يوه نظر يې زړه له لدا يوړو
دعشق تېغ يو په سله ادا يوړو
دغه پسه په ډولۍ کې کښېناستله
لکه تله په هغه لارې هسې تلله
څو ليده شوه هومره ده کاته لالنه
چې پناه شوه پسې پاس وخوت په ونه
په دا رنگ چې څو به دا پناه کېدله
دی به خوت سر ته د ونې زما دله
تر هغه څو يې قدم په نرۍ لښته
کېښو کوز په مزکه ولوېده له لخته
خو چې ولگېد په زمکه هسې ومړ
چې ويشتلی ځای گهې و څه به نه مړ
هغه ځای غسل کفن شه هم دفن شه
د ژوندون کتاب يې ختم په دا فن شه
پس له څو ورځو هغه پري رموزه
راغله بيا په هغه لار هلته شوه کوزه
وې يې څه شه چرته لاړ هغه گدای
چې به پروت په دا تکيه و تکيه خدای؟
چا بيان که ورته حال لکه وهسې
هغه جنگ قتل قتال لکه و هسې
هغه دم له خلقه گوښې پاڅېدله
په مزار دخپل ورژلي ورغلله
خو چې کښېناسته په قبر پورې دا
هسې راښکوه و ځان ته شېخ لدا
په ژوندونې يې په گور () ننه اېستله
لاس په لاس يې خپله چار ترې واخستله
د نمړۍ په دود يې ونغړده يو ځله
هغه وږي دهجران په ډېره ځله
بې جامو چې شوې په تن دلدا پاتې
نور يې هېڅ نه و له تنه جدا پاتې
چې له وياره د اغيارو فراغت دی
که يې خدای دچا روزي که دا خلوت دی
که يې قبر څخه واخيست چا خبر
بيا يې نه موند ځنې هېڅ اثر بشر
چې له بله يوه لوريه بې گومان شول
لا علاجه په لټون دگورستان شول
چې يې ولټاو گور په حال خبر شول
له دې حاله په هيبت زېر زبر شول
د حيرت گوتې په غاښ کړې همه واړو
همه واړو صد رحمت وايه په دواړو
وې يې مينه په دا رنگ بويه رښتينې
چې دوه تنه شي يو تن له ډېرې مينې
چې په مينه کې قدم د چا محکم شي
په دا رنگه يې مرگ ژواک په يوه دم شي
چې جذبه د معشوقې کا مينه خپله
هم داهسې يې څکوي و ځان ته دله
چې پرې راښکلی شوي وي جانان ته
په هغه جذبه يې راکاږي و ځان ته
چې پرې که عاشق معشوق سره څکونه
يا پرې که پروانه شمع د ځان سونه
واقعي يوه جذبه يوه لنبه ده
چې ولاړه دواړه ځايه په جنبه ده
زه به څو وايم هغه رده چې وايي
زيات وکم دروغ رښتيا دا هسې غايي
لکه و ژوندی فدا په يوه دم
هسې ومړ شاه گدا په يوه دم
سم په سم په دواړو تبه شوه ولاړه
تازگي په يوه دم له دواړو لاړه
په يوه تبه شېبره پرېواته دواړه
په يوه شپه برابره پرېواته دواړه
هغه هلته اوبه وغواړه دا دلته
يو يوه ته اوبه نيسه بل و بل ته
په يوه گذر به دواړو زگېروی کړ
له يو ځايه به دواړو سره وی کړ
په پوښتنې چې به چا ورنزدې څنگ کړ
هر يوه به رنځ بيان د بل په رنگ کړ
چې طبيب به يې نظر په قار وره کړ
په يوه به يې انداز د بل پوره کړ
په يوه انداز لوېده د دواړو نبض
چې ېې لوېد بانگ بلند له قبض قبض
چې يې چا کول هزار دارو درمان
هېڅ يې نه ليده بهي ارمان ارمان
نهايت چې دوه مېن قريب الموت شو
په تقديم او په تاخير سره اوت پوت شو
چې يې پت دمحبت سره پاله
هر يوه تر بله وړاندې مرگ باله
چې ساهه نه شه يوه د بل ماتم
هر يوه به ستاوه دمرگ ستم
اورېدلی مې دا نقل په دا باب دی
چې ليکلی شېخ سعدي په خپل کتاب دی
په دا رنگ چې دوه مين په مينه سوي
په رښتينې محبت کې محوه شوي
د درياب څپو لاهو په مرگ حال کړه
د ژوندون له لاسو پښو يې بې مجال کړه
چې ملاح به لاس نيوه د هريوه
هر يوه به دا ځواب ورته کاوه
چې په ما پسې بلا شه يار مې نيسه
جگې جگې پرېږده ما نگار مې نيسه
نه يوه ورلره لاس ورکړ، نه بل
دواړو ووژلو ځان په دا کبل
چې رښتينی محبت چاته بر سېر شي
په دا رنگ تر خپل ځان يار ته ور تېر شي
يو د بل د غم په اور هسې کباب شي
چې دوه تنه د يوه تن په حساب شي
وسختۍ وته ځان وړاندې که جان ورستو
و خوښی وته جان وړاندې که ځان ورستو
چې يې نه شلېده جگړه د ترحم
عزرائيل شه ور ولاړ په تبسم
په دا رنگه يې ترميان صلح صلاح کړه
په دا شان يې د رښتينو اصطلاح کړه
لکه ده د ستاسې دواړو د زړه څله
وي دې هسې ستاسې مرگ په يوه ځله
يو د بل د وړاندې ورستو نه مري سم مري
لکه وي هسې ژوندي په يوه دم مري
چې راضي په دا صلاح د دواړو زړه شه
عزرائيل د هر يوه د ساه په وړه شه
يوه د ساه وښکلو له ويلاړه
سم په سم د دواړو ساه وخته لاړه
که ر ښتينی محبت دچا همراه شي
په دا رنگ يې مرگ ژواک په يوه ساه شي
که يې غسل که کفن که يې دفن و
من وعن د دواړو کار په يوه فن و
شاه گدا سره دمينې له فتوحه
خوا په خوا شو، تن له تنه، روح له روحه
هسې وصل يې روزي شه پخپل فهم
چې يې نه راته په زړه د هجر وهم
صد رحمت دې وي دخدای د دوی په مينه
چې يې مينه وه دا هسې پاکه مينه
هر څوک هسې په ښه ياد شه لکه دوی شوو
په دا رنگ له غمه ښاد شه لکه دوی شوو
که يې څوک په رموز پوه شي له دقته
دا مجاز نه دی څه کم له حقيقته
ربه وي دې د رښتينو عاشقانو
په حرمت د پاک نظرو صادقانو
چې حميد له حقيقته هم آغوش کړه
بر طرف يې د مجاز جوش و خروش کړه
د صورت له پرستشه يې پخښو کړه
لېونۍ يې د معنو دجام په څښو کړه
خدای دې هسې کا په دا دعا آمين
هُوَاَرحَمُ مِن کُلِ الرَاحِمِين