غزل

شي په سرور به اختر

امیر حمزه شینواری

شي په سرور به اختر

ای خواجه رادې کړه خاورې د در

ستا په خندا شوه د غم شپه سحر غريب نواز!

شو د جلوو سره اشنا نظر غريب نواز!

دی مې مارغه د تصور په پر غريب نواز!

ستا محبت مې د همت وزر غريب نواز!

شيطان چې راشي کور د زړه ته غلا کوي د يقين

د دين دنيا باغونه جوړ کړي ښايسته او رنگين

د وسوسو يې زنځيرونه وي په لاس آتشين

ستا تصور کې د ښکالو اثر غريب نواز!

په کفرستان کې دې د هند د حق رڼا کړه پيدا

گويا چينه دې په ظلمات کې د بقا کړه پيدا

خضره! زمونږ د طلب نه دې سوا کړه پيدا

زړه د چپې شيندي په تا گهر غريب نواز!

که گنهگار يم بختور يمه چې ستا لرم داغ

تياره که ډېره وي اثر يې نه شي هېڅ په چراغ

چې ستا دمينې شته پرې نقش، لرمه داسې اياغ

له ما سوا مې شولو ورک خطر غريب نواز!

د روح رڼا مې د عنصرو کثافت کړه پټه

لاره دعشق مې ناتمامه مسافت کړه پټه

کله وسواس کله خواهش د کرامت کړه پټه

ما کړه سر سبز يم بې مېوې شجر غريب نواز!

چې زړه کې مرگ پرې قبلوي هغه ژوندون کړه عطا

فرزانگي چې وي ترې ځار هغه جنون کړه عطا

يعنې حادث او په قديم کې پيوستون کړه عطا

خورم به تر څو ټکرې در په در غريب نواز!

د مخالف زړه و د سيند په سر حباب وچاود

حباب که وچاودو تل چوي نه چې درياب وچاود

چې وه نغمه يې لا غيري هغه رباب وچاود

لاس دې سپر کړو د حمزه په سر غريب نواز!