غزل

شپه به مدام نۀ وي سړو سحر به هم راشي

رحمت شاه سائل

سېلاب به موږه وړي تر څو ګودر به هم راشي

د سترګو تور چې مې دې ورک نظر مې هم تلى دى

چې نُور مې سترګو له راځي نظر به هم راشي

بلا اوږده به وي، ازغنه به وي، ګرانه به وي

چې لار پيدا شي نو د لارې سر به هم راشي

داسې به تل په هر ګوټ پېر کې خاموشي هم نۀ وي

چې کوڅې وي نو وخت د شور و شر به هم راشي

چې زمکه وي، زمکې خو  بې ګل منجرې نه، نۀ وي

آسمان مو هم شته په سرونو نمر به هم راشي

لا په ټالونو کې ټالۍ زمونږ نه هېرې نۀ دي

زموږ د زړونو د ټالو اختر به هم راشي

لونګينو نه غواړي بيا د لونګينو غاړې

وخت د لونګو د دانو د کر به هم راشي

سائله مه پرېږده د خپلې دلدارۍ لمنه

ستا لېونى سپېلنى ورک دلبر به هم راشي