نظم

شعر

عبدالباري جهاني

منظومي كرښي دي چي كله په لوستلو ارزي

څو وركي چيغي دي يو وخت په اورېدلو ارزي

پر باڼو اوښكي دي يو ځلي په ليدلو ارزي

د سترګو لوري ته يې مخ په اړولو ارزي

كله لمن د پسرلي له رنګينيو ډكه

كله شبنم غوندي پر پاڼو دګلونو اوري

كله يې غېږ كي وي اخيستي پلوشې د غروب

د زمانې د سترګو نم پر ګرېوانونو اوري

كله پانوس غوندي بلېږي له يارانو سره

خوله له خندا سينه يې ټوله وي له اوره ډكه

كله پتڼ غوندي پخپله په لمبه كي سوځي

د افسانې هره ورقه يې له شوره ډكه

كله په لار د ګمراهانو كى مشال بلوي

لاپي د عقل يې تر كور د افلاطونه ورځي

كله يې ځاى په ځنځيرونو زولنو كي نه وي

چي هره پاڼه يې را اخلې تر جنونه ورځي

شعر جلوه ده، د ګلونو له ښكلا سره ځي

يو پټ آواز دى د سازونو له نوا سره ځي

كله نقاش كله تصوير سي كله رنګ د تصوير

كله جنون كله مجنون وي له بېديا سره ځي

كله موسكى سي سل كلني توبې ونڅوي

كله د اوښكو سره رغړي له ژړا سره ځي

شعر د انسان له خولې راځي د فرشتو ژبه ده

شعر له آدم سره پيدا د اسمانو ژبه ده

د زړه آواز دى له خليله تر منصوره پوري

شعر له قلم سره پيدا د زولنو ژبه ده

هم له كعبې هم كليسا هم له صنمه راځي

د خداى جلوه د خداى آواز دى او د زړو ژبه ده