څلوريزه

شرم دی ننگ دی که ډار د سر دی

خوشحال خان خټک

شرم دی ننگ دی که ډار د سر دی

سمه مې پرېښوه ځای مې تل غر دی

پښتانه واړه د مغول ښوروا خوري

ماته يې پاتې دا شور و شر دی