نظم

سندره

عبدالباري جهاني

زما له ساقي سره ازل ايښى پيمان پيمان

د ماتېدلو نه دئ

زړې ګناه ته نوى رنګ ورکى زمان زمان

د پاکېدلو نه دئ

زاهده تا ته سوې په برخه خلوتي زولنې

د عاقبت اندېښنې

ما ته جانان دئ رامنلى بل زندان زندان

ستا د ليدلو نه دئ

شيخ تازه دي کړل په زور ساړه ساړه اورونه

هېر د ګناه يادونه

د صبر فوج مي ماته وکړه پر ميدان ميدان

د ستنېدلو نه دئ

بيده نصيب راته ويښ کړل الستي غمونه

زما د قسمت زخمونه

نه مسيحا نه يې لقمان لري درمان درمان

د رغېدلو نه دئ

د زړه په تل کي لحدونه دي د ځواني ويني

د ځوانيمرګي ميني

د هيلو شناختي مي ولاړي پر ګرېوان ګرېوان

د پټېدلو نه دئ

خير دئ که نن مي پر جنون باندي غمونه خاندي

تر پرهارونو لاندي

د جهاني سره به اوښکي سي آسمان آسمان

د ټينګېدلو نه دئ