غزل

څو چې مينه د دنيا پرېوځي په زړه کې

خوشحال خان خټک

څو چې مينه د دنيا پرېوځي په زړه کې

هومره غم، شدت، بلا پرېوځي په زړه کې

څوک له ځايه پاکيزه، ځينې نا پاک دي

د ناپاکو بد په دا پرېوځي په زړه کې

په يوه ښيښه کې شاش د قارورې دي

او د بلې ښه صهبا پرېوځي په زړه کې

چې څه ويني،چې څه اوري، چې څه وايي

د سړي هغه هوا پرېوځي په زړه کې

چې څه نه ويني، نه اوري، نه څه وايي

وايه! کومه تمنا پرېوځي په زړه کې

نېک و بد به خپل قسمت دي،د چا نه وي

په ناحق کينه له چا پرېوځي په زړه کې

نه په پند ځي، نه په بند ځي، نه په نور څه

چې مزه د ناروا پرېوځي په زړه کې

چې صحبت دې له چا کېږي ، هسې ته شې

هم هغه خو يو نه ستا پرېوځي په زړه کې

د بلبل محبت يو دی، که بلبل وي

چې د گل يې هر سبا پرېوځي په زړه کې

نا اشنا عالم د چا په فکر گرځي

اندېښنه خو د اشنا پرېوځي په زړه کې

د بهار په وخت دا درد وي د دردمنو

چې يې سير د صحرا پرېوځي په زړه کې

د خوشال غوندې به بېل شي له عالمه

د هر چا چې دا سودا پرېوځي په زړه کې