غزل

څو دملک وارث و نه وهي سرونه

خوشحال خان خټک

څو دملک وارث و نه وهي سرونه

هومره چېرې قرارېږي سمې غرونه

يا به ستا په وره نارې وي يا به ژاړي

يا د تا له لاسه وير دچا په ورونه

رخنه گر دملک پرې مه ږده په خپل ملک کې

په حکمت ، په زرو زور، په لښکرونه

څو په تورو، په توبريو، په نېزو شي

صد چندان شي په تدبير ، په هنرونه

ورور او زوی دملک په کار کې قتل کېږي

نور په واړو باندې جوړ شول محضرونه

بې د تېغ له آبه نورې اوبه نشته

چې جنگجوی سره ساړه کاټټرونه

د سردار د رياست ونه په وينو

په لړ شنو د اعداء کا ثمرونه

په ميدان کې تويې ښې دي د سر وينې

نه چې ډکه سينه وړي له ځيگر خونه

يا دمرد غوندې شمله د دستار پرېږده!

يا په سر کړه لکه ښځه ميزرونه

خدايه! چا وته يې کښم، څوک به پرې پوه شي

ما ويلی هر يو بيت دی دفترونه

دواړه زلفې يې پرېشانه په څو شانه

په جبين خورې ورې په لب خندانه

له مستيه يې سر تور، گرېوان شلېدلی

صراحي په لاس نيولې غزل خوانه

په خمار يې سترگې سرې وبله اوښتې

نيمې شپې راباندې راغله ناگاهانه

سپينه خوله يې زما غوږ وته نژدې کړه

په نرمۍ يې دا وينا کړه رابيانه

زه خورې زلفينې ستا په پالنگ راغلم

ته تر اوسه لا اوده يې زما ځانه

هر عاشق لره چې هسې شاه ور درومي

نور يې کومه ارزويي وي له جهانه

څو پيالې يې پياپی و ماته راکړې

د توبې پرده يې واخيسته له ميانه

چې له هسې رنگه حآله خبر نه شوې

شېخه! ځکه زما چار ده په تا گرانه

عشق راغلی د توبې په ماتول دی

هيڅ بدي راباندې مه وايه نادانه!

که خوشال غوندې دې يار باده پرست وای

تا به هم کړه د توبې خونه ويرانه