غزل

څو گلرنگه څېرې راغلې په جهان

خوشحال خان خټک

څو گلرنگه څېرې راغلې په جهان

بيا فنا شوې لکه گل د گلستان

يو رمق دی راته پاتې په فراق کې

چې په مرگ له ما جدا شول ښه ياران

که د زړه سترگې دې شته ننداره وکړه

په وصال کې مهيا گڼه هجران

د هغه بقا فنا ده، بقا نه ده

چې تبديل يې په دنيا شي هر زمان

دا څه تورې خاورې نه دي چې پرې درومې

خاورې شوي ښکلې جونه دي ځوانان

چې راياد شي ښه يارن و گور ته تللي

تل په ما وي دغمونو گڼ باران

همگي تر مځکې لاندې شول خوشاله!

اوس د مخکې په مخ نشته راز داران