غزل
څو جفا راسره ډېره هغه کس کړه
خوشحال خان خټکڅو جفا راسره ډېره هغه کس کړه
خدای مې مينه په ده باندې يو په لس کړه
ښه چې راغلې د بهار زېړيه گله!
اندېښنه دې عندليب په هر نفس کړه
د گلزار په گل غرض نه کا، غول غواړي
په جهان يې بده بخره دمگس کړه
که زه خوار دې د گلونو لايق نه يم
ستا له باغه عنايت راخار و خس کړه
درست عالم په دا خبره خبردار دی
چې بلبله خپلې ژبې په قفس کړه
ته يې شناخت، علم، ادب لره پيدا کړې
نه چې گرځه، بېهوده چارې عبس کړه
د ژوندون په قدر هيڅ خبردار نه و
عاشقي مې په اغازه بوالهوس کړه
کله سول، کله ژوندون بخښل و ماته
د عشق اوره! په ما چارې د ققنس کړه
د دنيا غمونه لږ نه دي خوشاله!
نن د يار و مخ ته گوره! واړه پس کړه