غزل
څوک خو به کېده، واړه به نه وو سره سم
خوشحال خان خټکڅوک خو به کېده، واړه به نه وو سره سم
ته د کښليو سر يې، نور تر تا دي واړه کک
يو کلی يا دوه چې يې ستاينه کا، دا ډېر دي
چوڼ کښلی هغه دی چې يې ستايي، درست عالم
وخوځه په باغ کې، رنگارنگ گلونه گوره
گل دی د گلابو د گلونو مقدم
څه لره ای مياشتې! ته خپل مخ ستايې وماته
يار په مخ مې نور ځي ستا په مخ درومي تور تم
مخ يې لکه اور دی،پرې پرتې دي تورې زلفې
څه رنگه بازي کا په سره اور کې تور ارقم
څوک چې ډېر ډېر گوري يار، د زړه مينه لږېږي
څو يې ډېر ډېر گورم، پرې مين شم دم تر دم
تا ويل خوشاله که مې غم لرې په زړه کې
خوښ اوسه، خوښي کړه تل تر تله ستا څه غم