شعر

سولې راشه سولې راشه

پیر محمد کاروان

ورکې ورکې را پیدا شه

هسې نه درپسې مړه شو

مرورې را پخلا شه

ما لېدلي دومره نه وو

د پاچا د لور نازونه

مَړې بس دي دومره بس دي

مکېزونه مکېزونه

یو ناڅاپه غېږه راکړه

کټ کټ کټ کټ په خندا شه

دا د زړه غوټې مې ټولې

دي غوټۍ غوټۍ را ټولې

میَنان در پسې مړه دي

که غاټول دي که غاټولې

په پستو ګوتو یې سپړه

د ګلونو مسیحا شه

داسې کار دی داسې کار دی

راته پټ د مرګي مار دی

په زرغون غشي یې وله

ګني بیا یې د ټک وار دی

د ژوند مستې نغمې راوړه

مسته مسته په ګډا شه

په هوا راشه مرغۍ شه

سولې سولې ښاپېرۍ شه

پر افغان وطن دې ویړه

د خوږې مینې کېږدۍ شه

د نهیلي زړه په تاخ کې

د امید بله رڼا شه

دا وطن به مې جنت وي

ژوند به مینه محبت وي

په ارزانه بیه راشه

سولې ډېر دې که قیمت وي

د کاروان وطن دردمن دی

ته یې درد لره دوا شه

۱۹- حمل – ۱۳۹۸