غزل

سپين نمري اغوستي، په پښو سرې کوښې نوخطه

خوشحال خان خټک

سپين نمري اغوستي، په پښو سرې کوښې نوخطه

څه رنگه رادرومي لکه تکه سپينه بطه

سل دې سره کښېني، واړه يو تر بل بهترې

خداېږو که به زه کړم تا په واړو کې غلطه

بخت غوندې ناگاهه زما خوار کره سيده شوې

راغله دې په قصدو و، که دا راغلې بې نمطه

وايم چې که واړه زار يې زه راوړم خپل کورته

څوک چې چاته راز کا د دلبرو له سخطه

راشه! سر مې پرې کړه، لا به ښه شم په وفا کې

خود په دا پوهېږې قلم لا ښه شي له قطه

ډېر په درياب گډ شي ، واړه مټ کا د وتلو

څوک پکې لاهو شي، ځنې وريشي تر شطه

مخ دې په ښايست کې لکه گل د پيغمبر دی

ځای پر ځالی پرې ايښی تور خالونه تور نقطه

لوړې، لنډې نورو زده، خوشال ده غوره کړې

نه لوړه، نه لنډه په قد ښه روغه وسطه