غزل

سپين مخونه تور کودي شي په پيرۍ کې

عبدالحمید مومند

سپين مخونه تور کودي شي په پيرۍ کې

سم قدونه کوږ لرګي شي په پيرۍ کې

لکه شمع د سحر آفتاب د ژمي

هم بې تاب و هم زېړئ شي په پيرۍکې

يو طرف ته ئې سر رېږدي بل خوادرومي

خپل صورت تمام پردئ شي په پيرۍکې

مړ لا ښه وي پس له مرګه بيا ژوندئ شي

نشته دا چې څوک زلمئ شي په پيرۍکې

که څه وخوري لکه زهرنه درېږي

نه څه څښئ او نه خوړئ شي په پيرۍکې

دا ځواني ده چې څه آورې يا څه وينې

نه ليدئ نه آورېدئ شي په پيرۍکې

ای رحمانه پيرۍ هسې عاجزي ده

که رُستم وي زړه پرې سوئ شي په پيرۍ کې