شعر
سر چې کوټې نو ودستار ته تاوان مه رسوه
دروېش درانیددښمنانو و وقار ته تاوان مه رسوه
دانسا نانو دښمن دغه دی، ما وپیژانده
وماته وائي چې ومارته تاوان مه رسوه
خلک پر دغه زینه باندې و جنت ته خیژي
څوک دې خطا نه باسي،دار ته تاوان مه رسوه
اغزي به پڅ شي او ګلونه به شي مړاوي غوندې
نقاب راخور نه کړئ ،بهار ته تاوان مه رسوی
کیدای شي دابه هم یو وخت دیو ه ښکلي زړه وء
« درویشه » کاڼي دکهسار ته تاوان مه رسوه
۹/اپریل / ۲۰۰۱