شعر
سريزه
دروېش درانیسريزه
د محمد اقبال خان کوکې
ستا د حسن له تعريف له برکته
د رحمان د شعر کوکې په عالم دى
کوکه په پښتو ادب کښې د پنجابۍ ماهې د متعارف کولو اولنے کوشيش دے ـ ماهيا
دپنجابۍ ژبې د ټولونه زيات مقبول عوامى صنف دے ـ چې محمد اقبال خان ورله
کوکه نوم اېښے دے ـ دماهې مضامين د حسن عشق سره سره د فلسفې او د نفسياتو
هم احاطه کوى ـ خو اهم موضوع يې هجر،دردوغم او فرياد دے او په دغه نسبت
اقبال خان ورله کوکه نوم خوښ کړے دے ـ د پنجابۍ کوک او کوکه يوه معنٰى لرى
ـ پنجابۍ ژبه کښې د کوک معنٰى اه و زارى ده ـ په پښتوکښې د کوکې مترادف ټکى
کوکاره ،کريکه اوچغه دى ـ فارسۍ کښې کوک اوچت اواز ته وائى ـ په هندى کښې د
فرياداو د اوچت اواز په معنو کښې استعماليږى. په هندى کښې دتور رنګ يوې
مرغۍ ته کوئل وائى او ددغې مرغۍ اواز ته کوک او په اردوکښې کوئل کا کوکنا
وائى ـ لکه اسماعيل ميرټهى وائى:
کوئل ترى کوک نرالى
ترى رنگت کالى کالى
بولى ترى بھولى بھالى
ددغه مرغۍ اواز د فرياد او اه و زارۍ د پاره په ګڼو ژبو کښې استعمال شوے
دے - کوکه او کوکاره په پښتو کښې هم په دغه معنو کښې اخستے شوى دى ـ په
کومو معنو کښې چې په نورو ژبوکښې استعمال شوے دے ـ
شېخ اسدسورى چې سورى خاندان په بادشاهۍکښې ډېر عزت لرلوـ د غور دحکمران
امير محمدسورى په مرګ په خپله قصيده(و له فى قصيده ) کښې د کوکار ټکے داسې
راوستے دے ـ
د فلک د چارو څۀ اوکړم کوکار
زمولوى هرګل چې خاندى په بهار
هر غانټول چې په بېديا غوړېدۀ وکا
رېژوى يې پاڼې پاڼې تار په تار
قطب الدين بختيار کاکى(متوفى٦٣٣ هجرى) هم کوکه په دغه معنو کښې اخستې ده او
وائى:
ډېر مې زړۀ سورے سورے کړو راته وګوره ملوکې
په بېلتون کښې د اوباسم له خوږمنه زړګى کوکې
رحمان بابا کوکه او کوک دواړه استعمال کړى دى ـ
اے رحمان چې عاشق شى
ځان دې ژاړى کوک په کوک
ستا د حسن له تعريف له برکته
د رحمان د شعر کوکې په عالم دى
د افغانستان نوموړے شاعر نصرالله حافظ خپل يو نظم ( د شمساد له هسکې څوکې )
کښې کوکه د اوچت اواز،نعرې او چغې په معنو راوستے دے
دشمشاد له هسکې څوکې
د خېبر د زړۀ له نوکې
هرې خوا ته وهم کوکې
د هزارې يو پخوانى شاعر قدرت على قاضى ګل هم په خپله چاربېته کښې دا ټکے
دفريادى چغو په معنو استعمال کړے دے ـ
سرې منګلې سرې يې نوکې
لکه بدرۍ ځى په سلوکې
همېش له غمه وهم کوکې
سرۀ نارنجان د پېښور دواړه اننګ ساتى
او حمزه بابا وائى:
زړۀ مې مينه کا منزل ته
اے جرسه ستا کوکار
د مزاج دموضوعاتوپه حواله ماهې دپاره په شاعرانه سطح لۀ دې زيات موزون نوم
بل نۀ شى کېدے پنجابۍ کښې ماهيا محبوب ته وائى او ښکارى دا د ماهى چې
سپوږمۍغوندې ښکلى محبوب ته او يا مېښې څرونکى محبوب ته وئيلے شى ـ يو قياس
دا هم دے چې داد مهيوال بدل شوے شکل دے ـ
بهر حال د محبوب يادونه او غمونه د هجر دردونه ،د وصال ارمانونه او د
بېلتانۀ فريادونه د ماهې غالب موضوعات دى ـ او اقبال خانه په کوکه کښې هم
په تخليقى سطح ددغسې کېفيتوتونو نه تېر شوے دے
او د موضوع مزاج په لحاظ کوکه دکوکې په مزاج کښې په ليکلو کښې کامياب شوے
دے ـ اقبال خان دچاربېتې، غزل، پابندنظم، ازاد نظم، هائيکو سره سره ددې صنف
ضرورت ولې محسوس کړو ؟ او په وړمبى ځل د پنجابۍ يو عوامى صنف يې پښتو ته
ولې راواړؤ؟په عمومى توګه په نوى نوى اصنافو کښې د طبع ازمائيلوفېشن او يا
يو صنفى رحجان وئيلے کېدے شى ـ خو اقبال خان د فېشن په طور نه بلکې خپل د
ملک د شپږو ژبو ديو صنف د مقبولتيا په سبب دې ته توجه کړې ده ـ ماهيا د
ـ سندهى کښې نياز همايونى، رشيد احمد لاشارى، نور شاهين او د نورو شعراؤ
ماهې ليکلې دى ـ زمونږ هغه علاقې چرته چې پښتو سره هندکو او ګجرى ژبې
وائيلے کېږى هلته پښتانۀ هم ماهيا ښه ذوق شوق سره اؤرى ـ دصوبې ځنو نورو علاقو
لکه پېښور،کوهاټ او ډېره اسماعيل خان په شان د هزارې په يوطرف ته پنجاب
پروت دے او بل طرف ته ازاد کشمير چې هلته پهاړى ژبه وئيلے کېږى ـ او دغه
سبب د ے چې ماهيا د هزارې د پښتنو د پاره څۀ نا مانوسه صنف نۀ دے ـ هزارې
په اولسى محفلونو کښې د اردو او هندکو سندر غاړى په شپږو وؤ طرزونو کښې
ماهيا وائى ـ د پښتو ځنو سندر غاړو ته د پښتو ماهې ضرورت پېښ شو ـ
اقبال خان دغه ضرورت پوره کولو ته غاړه کېښوه ـ
نوم يې ورله کوکه کېښو، ددې صنف د خپلولو نه پس يې ددې په جواز کښې
ودرؤله ا په درې وجوهاتو کوکه د هائيکو نه غوره او ګرځوله (١) چوکاټ يې د
روايتى هائيکو په شان لند تنګ نۀ دے (٢) د کوکې موضوعات د هائيکو نه وسيع
دى صرف موسمونو پورې محدود نۀ دى ـ د تحريرى هيئت او مماثلت له کبله د کوکې
او هائيکو تقابل کړے دے ګنى کوکه ليکلو دپاره د څۀ ضرورى نۀ ده دا زمونږ د
شپږو ژبو يو مقبول صنف دے ـ مونږ چې نور ډېرنثرى او شعرى اصناف د بهرنو ژبو
نه اخستى دى نو کۀ مونږ د خپل د څو ژبو يو مقبول صنف پښتو ته راواړؤ دا
زياته د قدر وړ جذبه ده ـ د پښتو ټپه چې په يو بله ژبه کښې او ليکلے شى او
يا ترجمه کړے شى نو يقيناََ چې مونږ پښتانۀ پرې فخر کوؤ او هغه ترجمه کؤنکى
سره عقيدت پېدا شى دغسې زمونږ چې يو شاعر،اديب نقاد عام لوستونکو د پاره
د عقيدت او د احترام لائق اوګرځى نو په دې هم هر پښتون له خوشحالى پکار ده ـ
د پښتو ټپه چې پنجابۍ او هندکوکښې په دغه نوم او په براهوى کښې د ټپو په نوم
ليکلے شى نو مونږ له خپل د صنف په دې ترويج د خوشحالۍ څرګندؤنه کوؤ او د دې
شاعرانو د فکر او دنظر دوسعت ستائينه کوؤ نو دغسې خوشحالى او ستائينه زمونږ د
شاعر هم کېدے شى خو دلته اهم سوال دا پورته کېږى چې کوکه به ديو صنف په
توګه پښتو ژبه کښې لار او مومى؟ ماهيا چې کومو ژبو کښې ليکلے کېږى او وائيلے
کېږى ددغه ژبو صوتى نظام او شعرى مزاج يو دے او يو بل ته ډېر نيزدې دے خو د
پښتو شعرى مزاج ددې نه بدل دے او په دغه وجه د پښتو کوکه ليکل دټپې، هائيکو
او د قطعې وغېره يوه ګرانه تخليقى مرحله ده خو محض فنى اسانتيا هم د يو صنف
د ترويج او د مقبوليت سبب نۀ شى کېدے ـ نثرى نظم زيات فنى اسانتيا لرى خو
فضل محمود روښان نه ورستو چاهم دې ته توجهه او نۀ کړه ـ دکوکې، ټپې اوهائيکو
غوندې د لنډ هئيت صنفونه دهر قسمه شعرى تجربې بار نۀ شى پورته کؤلے ـ اوس
کۀ څوک يو اولسى او وړوکى صنف نه دا توقع لرى چې دا به د عامو شاعرانو توجه
ځان ته راګرځوى نو دا توقع بې ځائے ده ـ
کوکه کۀ په خپل اهنګ برابر نۀ وى نو دا به کوکه نۀ شى ګڼلے ـ اردو کښې د
ماهي ابتداد کال۱۹۳۴ء نه شوې ده خو د کال د ۱۹۸۰ء دا اولسى صنف د يو ادبى
شاعرانو د ابتدائى کوشيش په نتيجه د ماهې د مخصوص لے د پابندۍ نه بغېر داسې
ساون کا مهينه هے
ساجن سے جدا هو کر
جينا کوئى جينا هے
د هندوستان د فلم انډسټرۍ مقبول نغمه نګار او ډائريکټر همت رائے شرما د
اردو فلم خاموشى دپاره ماهې اوليکلې ـ دا فلم ١٩٣٩ ء کښې رېليزشوے دے ـ قمر
جلال ابادى او ساحر لدهيانوى د اردو ماهې په شاعرانو کښې اهم نومونه دى همت
رائےشرما په وؤ ژبو پنجابى، اردو، ګجراتى، هندى، بنګالى، مراټهى او فارسۍ
کښې ماهې ليکلې دى ـ دفارسۍ يوه ماهيا دا ده
ايں محفل ياراں است
گلبن گل مے کند
چه فصلِ بهاراں است
د پنجابۍ او د هندکو په اولسى ادب کښې ماهيا او ټپه بيل بيل صنفونه شمېرلے
شى ـ خو د هئيت موضوع او د اهنګ په لحاظ يو صنف دے ـ صرف د وئيلو موقعې او
طرز بدل کېدے شى ـ نوموړى محقق خداې بخښلى فارغ بخارى سرحد کښې لوک ګيت کښې
د هندکو کومې ټپې نقل کړې دى هغه د هئيت او اوسلوب په لحاظ ماهې دى، لکه دا
يوماهيا
بدل آے کالے نى
نکے جے دل اوتے
تیرے هجر دے چالے نى
ترجمه تورې تورې وريځې راوختې په وړوکى غوندې زړۀ باندې مې ستا د هجر
تڼاکې ختلې دى دغه ماهې چې فارغ بخارى چې ورته ټپه وائى نورو نقادانو د