غزل ستا د سالو لمبې ترې مړې شوې ګودر پاتې نه شو رحمت شاه سائل د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 چې مازيګر شو بې لتا، مازيګر پاتې نه شو 02 د غرمو خوښه ده چې اوس راسره هر څه کوي 03 ستا د وربل سيورى زموږه په سر پاتې نه شو 04 لارو څارلو دې د زړه د برمه پرې ايستمه 05 نور مې د سترګو په ککو کې نظر پاتې نۀ شو 06 اوس د کوټه کره تقدير په اثره ژوند کوومه 07 په تدبيرونو کې مې هغه هنر پاتې نۀ شو 08 زړۀ دې درز ونه کړو او سترګې دې نم ژنې نۀ شوې 09 جوړ په سندرو کې مې هغه اثر پاتې نۀ شو 10 نۀ دې شور راوړو نه دې شور يوړو د ځانه سره 11 نن دې د سترګو د سوالونو نه شر پاتې نۀ شو 12 د جانان کور داسې په سترګو کې تصوير ګرځووم 13 عشقه قربان په زړۀ مې غم د سفر پاتې نۀ شو 14 سائله دا نظر د هغې نظر باز وړى دى 15 لر و بر هغه بې معنى لر و بر پاتې نۀ شو د قاموس مانا × اصلي کلمه