غزل

ستا د کښلي مخ په خال مې زړه په داغ دی

خوشحال خان خټک

ستا د کښلي مخ په خال مې زړه په داغ دی

په دا داغ مې له عالمه زړه فراغ دی

سخ چې ناست يم د گلونو په چمن کې

بيا ساقي راته نيولی ډک اياغ دی

يا د ښو زلميو خيال دی په شمله کې

يا د ښو نجونو د تور اوربل دماغ دی

د زلفينو په تورتم کې به يې غواړم

دا ورک زړه که راښکاره کا مخ څراغ دی

چې دکښليو د جمال ننداره کاندي

و هغو ته سپېره ډاگ سير د باغ دی

په سپين مخ يې تازه خط نوی ټوکېږي

زه به زړه ورځنې ژغورم ، روږدی زاغ دی

د گلونو په بوی ځي په گلزار ورشي

د گلونو بوی بلبلو ته سراغ دی

نه په اصل دومره ښه، نه ښايسته يې

تا په کوم توکي راوړی دا دماغ دی

د خوشال خاطر هورې چې ښايسته دي

خلقه! زړه يې نه په باغ دی نه په راغ دی