غزل

ستا د زړه سختي مې سر تر پايه وليدله

خوشحال خان خټک

ستا د زړه سختي مې سر تر پايه وليدله

سنگ به سينه ووړ کړي ستا له هسې سنگه دله

څه خو راښکاره شوه په ځنبل د سترگو لاړه

ما وی د اسمان برېښنا ده نه مې پېژندله

نوره دنيا نشته چې څه وه راڅخه خلکه!

وار په وار مې واړه په دلبرو وښندله

ناز، که کرشمې دي، که غمزې فتنې جلوې دي

اوس مې په دا کار کې سره درسته وپسندله

گل چې شگفته شي، عندليب باندې نارې کا

نشته يوه کښلې چې پرې وبولم بدله

ياد مې هغه وخت دی چې په شپه به سره ناست وو

شمعې به ژړا کړه، صراحي به خندېدله

اور چې په ځان بل کړې، په خپل ځان باندې لگېږي

اوس مې دا خبره په زړه ښه ولگېدله

تل گونه وهلې، هر زمان ساړه آهونه

ما چې عاشقي کړه خود په ما به دا کېدله

سرې لمبې يې بلې د خوشال خټک په زړه کړې

سرې ختې اغوستې په دا لارې تېرېدله