غزل

ستا له چمه به وانه وړي عاشقان ستا

خوشحال خان خټک

ستا له چمه به وانه وړي عاشقان ستا

که هر څو تېره دندان لري سگان ستا

چې قدم له تانه اخلم زړه مې نه شي

پابسته يم د زلفينو په ريسمان ستا

ته لا اوس لکه غونچه په غوړېدو يي

د ښايست خبرې لاړې په جهان ستا

په ښايست د ښايسته يوسف ثاني يې

په دوه کونه ښه ديدن دی رايگان ستا

په جهان کې که تر مرگه گران څه نشته

زه تر مرگه لابتر گڼم هجران ستا

زه به نوم د سلطانيه باندې کښېږدم

که تش نوم د خوشال تېرشي په زبان ستا