غزل

ستا له جوره، ظلمه هيڅ نه کړای ژړلی

خوشحال خان خټک

ستا له جوره، ظلمه هيڅ نه کړای ژړلی

چې له وره دې په څو گرځم شړلی

همېشه زما دعا په غوږو اروې

يوه ورځ دې په ښکنځا نه يم زېړلی

رقيبان دې لکه سپي په کوڅه غاپي

هم ترې څيرې جامې درومم هم خوړلی

چې به ته دهغه ټال په پړيو زانگې

هغه پړی د ورېښمو وای غړلی

قافلې د همرهانو شوې روانې

ما هم بار دی د خپل کوچ پسې تړلی

حاسدان بې غمه خوب کا، درېغه درېغه

چې په کور يې د بلا نفيل نړلی

د خوشال يې و کرم وته اميد دی

که هر څو په گناهونو دی لړلی