غزل

ستا مخ مې ستا د مخ په پلوشو کې لټاوه

امیر حمزه شینواری

ستا مخ مې ستا د مخ په پلوشو کې لټاوه

قدرت مې د قدرت په نندارو کې لټاوه

زه ورک په اداگانو کې شوم پاتې شو ښايست

گلشن مې د گلشن په رنگينو کې لټاوه

ياران يې د ښايست په نندارو کې وو سر شار

او ما تش التفات يې په لېمو کې لټاوه

هر څيز راته ښکارېږي لکه گل هسې پرېشان

دا څوک مې د فطرت په اننگو کې لټاوه

احساسه ور که پنگه چې شوه ستا نه دخندا

جوړ تا يې التفات په موسېدو کې لټاوه

ستا اوښکې وې چې ضبط يې د زاهد وبها وه

دا څيز و چې مستانو په شېبو کې لټاوه

دا سم چې کتل نه کړي اضطراب نيولی دی

ورک زړه مې ستا په سترگو غلچکو کې لټاوه

واقف د تور او سپين نه دې هوښيارو سترگو کړم

ما راز چې د هستۍ په ورځو شپو کې لټاوه

رندانو ته حاصل شو په يو جام کې د صهبا

کوم څيز چې زاهدانو په تسپو کې لټاوه

هر څيز راته پرېشان کړو خپل دفتر لکه د گل

دا څوک مې د فطرت په اننگو کې لټاوه

دا څيز يې گله ستا په موسېدو کې لټاوه

کوم تا چې د بلبل په اوسېلو کې لټاوه

پښېمانه وم په دې چې يې هېڅ رانغی ځواب

خپل غږ مې د صحرا په بړبوکو کې لټاوه

حاصل خو پلوشو کړه ترې دنيا د رنگينۍ

شبنم ولې خپل ژوند په پلوشو کې لټاوه

پيدا دې شو په سترگو کې وحشت د غرڅني

زړگی مې ستا په سترگو غرڅنو کې لټاوه

يو شور و د شهرت يې چې شوم پېښ په پېښور

حمزه مې په خاموشه مقبرو کې لټاوه