غزل
ستا په جور مې چې لېمه په شېبو نه دي
امیر حمزه شینواریستا په جور مې چې لېمه په شېبو نه دي
جوړ لېمه مې اشنا ستا په لېمو نه دي
شرابي ورېځې راغلې برسات مات شو
ساقي منع ماتول د توبو نه دي
حسرتونه مې خون خوري اوښکې زياتېږي
يو په لپو ښکاره، بل په ځولو نه دي
يو ته نه يې چې په سيل د گلو خوښ يې
دا بهانې د چا د بام د ختو نه دي
د منزل ستړيه پښې ابله سکون ښه دی
چې زخمونه دې ماړه په اغزو نه دي
خود څراغ چې داميد زما ژوندی دی
ارمانونه زما، لا په سلگو نه دي
چې حمزه د عشق په سيند کې دی ورک شوی
لا سرونه يې راويستي څپو نه دي