غزل
ستا په ککو کې چې زه آباد يم
امیر حمزه شینواریستا په ککو کې چې زه آباد يم
گران لکه سترگې په هر سواد يم
ستا طبيعت به ما طبيعي کا
په زندقه يم نه په الحاد يم
شېرين يې نه بولم، که ژوند که مرگ دی
نه زه خسرو يم نه زه فرهاد يم
شوم يې په خاورو بړبو کې مسته
د يار له کويه وتلی باد يم
په دام د زلفو مې ځان اسير کړ
څرنگه صيد يم څنگه صياد يم
تراوه د عشق له محله لاړل
د خپلو اوښو په بهير ښاد يم
ستا خط و خال به سينگار مهمل کړي
نه ته بدرنگ يې، نه زه نقاد يم
ستا له بېداده چې داد تا کړم
د داد لايق يم، قابل د داد يم
زنځير پخپله غواړم هوښيار شم
جنون مې کم دی چې زه ازاد يم
ما که تېر باسې ساده کتل کړه!
ناز به دې څه کړم چې زوړ استاد يم
عمر دې ډېر شه چې هېروې مې
چې هېروې مې خو درته ياد يم
مراد پوره شي خو وصال نشته
مراد به څه کړې ابو المراد يم
اقرار په سترگو انکار په خوله کړې
زه خو ژوندی هم په دې مراد يم
حمزه چې بېرته له خولې نه ستون شي
د چا له رعبه هغه فرياد يم